لیکنېنظــر

پر امریکایانو د برید نه کولو مطلب څه دی؟

نصیب ځدراڼ

کابو دوې ورځې کیږي چې د ځینو وطنوالو “غیرت” را ژوندی شوی، غوسه دي چې طالبانو ولي ویلي چې نور به پر امریکایانو برید نه کوو. بس دا ټکې یې رانیولی او د طالبانو خلاف چې څومره یې وس رسیږي د الفاظو استعمالول یې شروع کړي دي.

خو حقیقت داسې نه لکه دوی چې فهم ترې اخستی، حقیقت دا و چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، چې کله توافق نامه لاسلیک شي نو امریکایانو ته به د وتلو خوندي لار ورکوو او په هغه وخت کې چې دوی افغانستان پریږدي، پر دوی به بریدونه نه کوو.

نو غوښتل مې د دغو وطنوالو سره چې اکثره یې د حکومت فیسبوک چلوونکي او معاش خواره دي، په خبره ځان پوه کړم،لکه څنګه چې دوی له طالبانو وضاحت غواړي همداسې له دوی څخه یو څو سوالونه وکړم.

د دوی دا غوسه او غیرت هغه وخت چیري و کله چې امریکایانو پر افغانستان برید وکړ، دوستم، کرزی،ګل آغا شیرزی، باچا خان، حضرت علي او نور همداسې خلک ورته مخکې وو او وطن یې ټول ورباندي اشغال کړ؟ او همداسې یې لسګونه افغانان کیوبا او زرګونه د باګرام او څرخي پله زندان کې بندیان کړل او تر اوسه بندیان دي.

خیر دا به هم پریږدو ، دلته امریکایانو پوځي مراکز جوړ کړل، له ننګرهار نه تر هراته او نیمروزه تر بدخشانه یې وطن اشغال کړ،کله به چې طالبانو په هم دغو مراکزو بریدونه کول، اکمالاتي کاروانونو ته یې کمینونه نیول،نو د امریکایانو په دفاع کې به جنګ چا کاوه؟ د دروازو پیرادران او د اکمالاتي کاروانونو رهبران او محافظان چې سکوټیان یې هم بلل، څوک وو او تر اوسه چېري دي؟

د ناټو سره د دایمي اډو تړون چې لاسلیک کیدو کله مو هلته غږ پورته نه کړ، چې دا تړون خو د افغانستان د دایمي اشغال تړون دی،ولي او په کوم قیمت تاسې دا تړون لاسلیک کوئ؟

ښا تړون خو لاسلیک شو، امریکایانو ویل د دي تړون په بدل کې به موږ ستاسې د وطن ساتنه کوو، پر کونړ چې راکټونه اوریدل، د طورخم دروازه چې جوړیده او د ډیورنډ تار چې اکثرو ځایونو کې د افغانستان په خاوره کې د ننه ولګول شو، هلته تړون خېل او ورسره دا اوسنی غوسه ناک مخلوق چیري وو؟

دا اتلس کاله د ترهګر په نوم امریکایانو افغانان وژل، ړندي بمبارۍ او چاپې یې روانې وي، له زرګونه کیلومترو لیرې نه راغلی امریکایي څه خبر و، چې طالب او نه طالب څوک دی؟

هغوی خو فقط په دي پوهیدل چې څوک چې ډالرو ته لکۍ ښوروي په عملیاتو کې مرسته راسره کوي،زموږ اهداف پر مخ وړي هغه طالب نه دی او څوک چې زموږ اشغال نه مني هغه طالب دی، نو دا چاپو او بمباریو کې چې د امریکایانو سره چا مرسته کوله، د خپل ورور د کور په دیوالونو ور اوښتل د هغو خلکو پر خلاف دې اوسني غوسه ناک مخلوق غبرګون ولي نه ښکاره کولو؟

طالب دا نه دي ویلي چې پر امریکایاتو برید نه کوو،دا د طالب د سرښندنې برکت و چې ناټو یې د مذاکراتو میز ته راکش کړه، همدا د طالب د بریدونو زور و چې امریکایان د وتلو لار تر غواړي، کنه لکه څرنګه چې اشرف غني د ارګ نه باګرام ته په ور ترپکو و او هلته ټرمپ د خپلو پوځیانو په قطار کې ودرولو همداسې به طالب هم باګرام ته ور روان وای.

ستاسې غوسه اصلاً په دې وجه نه ده چې طالبان پر امریکایانو بریدونه ولي دروي، بلکې په دې وجهه ده چې طالبانو بریدونه ورباندي بند کړي امریکایانو ووځي، بیا به زموږ راتلونکی څه وي؟

ستاسې له راتلونکي خو نه یم خبر؛ خو دومره باور لرم چې د افغانستان راتلوونکی اسلامي نظام دی، چې د طالبانو د همدغو بریدونو او اتلس کالو سرښندنې له برکته به حاکم کیږي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعلي

وروه عاموخلکو پسي خبري مه کوه ښه بیدون له دي عامو خلکو هيڅ څوڅوک نه دي ښه بله خبره دسهیل شاهین خولې لغته اچولي پرتوږ ورته ګنډئ دغني دخیا طانو غوندي

عبدالله

یا الله پاکه داسی طالبان مه راولی لکه مخکی چی وه، مه داسی راولی لکه اوس چی دوی عملا دی، یا پروردگاره داسی حکومت رانصیب کری چی ستا قوانین مراعات کری چی زموژ ددارینو خیر وی پکشی. موژ نه د ای اس ای غلامان غوارو نه د امریکی.

غمی.پښتین

جوړ تازه،
نصیب ځدران ته.
د عام ولس اندیښنه په ځای ده،په ټول کال کی یو یا دوه امریکایان قتل شی،نور ټول افغانان قتل کیږی. یو مثال،
روژه مبارکه میاشت کی طالیب ځانمرګی بریدګر د جمعه لمانځه د خطبه په وخت کی په مولانا ریحان صاحب باندی ځانته انفلاق ورکړ،چه نتیجه کی ۳۰ کسان روژه په خوله او مولانا صاحب هم شهید کړ،
نو دا برید هم په امریکایان او اشغالګرانو وه؟
طالیبان خپله بریدونه فقط په افغانانو جاری ساتلی دی،په ۱۸ کاله کی یی ۱۸ امریکایان هم نه دی قتل بلکه په لکونو افغانان یی تباه کړل،

mujahid

ځدران صاحب ، الله ج دی راته .ژوندی لره او به قلم او مغزو دی برکت شه. ستاسی لیکنی لولو د کانی کرښی یعنی په حقایقو تکیه لری. هو، دغه کسان ( خیاطان ) له دی هم نه شرمیږی چه هماغه د غلامی تړون کی یوه ننیګینه ماده هم لاسلیک کړی چه هغه [[[ د اشغلګرو قضایی مصونیت ]]] دی یعنی مونږ اشغلګر چه هر څه وایو او هر څه کوو څوک د څه ویلو او څه کولو حق نه لری . د همدی امله یی چه په کورونو پهری کوی کورونو کی یی د هر څه کولو اولیت لری… نور لوستل »

محمدظاهر حلیمی

ښه لیکنه دکړی صرف الهی کلام ته مراجعه کوم انماالمومنون اوخوالله ج مودی دخبل لاس له ګناه وساتی

masoom afghan

نصیب ځدران! دلیکنې مو یو جهان مننه ډیر ښه بااستعداده جواب ده.
دوﺉ سره دا تشویش نه ده ،چې ولې طالبان پر امریکایانو بریدونه نه کوي.
دوﺉ د خپل بادار په جفا غوسه دي.
خپل ملت یې ځورول او پردي خوشحالول

د ډالرو نشه یې پر سر ننوتې وه.
هغه ظلمونه چې په یوه مذهب کې رواه نه و دوﺉ دخپل ملت سره وکړل.
د عاموخلکو د ځانګو ماشومان به یې وژل، چې دا به صبا طالبان شي.

Abdul-Rauf Alam

ان شاءالله.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx