حزب اسلامي منلې، چې يو شمېر غړو ترې لاره جلا کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند منلې، چې يو شمېر غړو ترې لاره جلا کړې، خو وايي، دا کسان مهم خلک نه دي.

تېره ورځ په خواله رسنيو کې يو اوږد لیست خپور شوی و، چې شاوخوا اويا لوړپوړو حزبي مشرانو له ګلبدين حکمتيار څخه خپله لاره جلا کړې ده.

په دغو کسانو کې د پکتيا پخوانی والي او د حکمتيار د امنيت مشر قومندان جمعه خان همدرد، فاروق وردګ، محمد زمان مزمل، وحيدالله سباون، محمد امين کريم، مولوي سرفراز جانباز او لسګونه نور لوړپوړي حزبیان شامل دي.

د حزب اسلامي سرچينو هم منلې، چې د جلا شوو غړو شمېر تر اويا کسانو رسيږي.

خو د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي همايون جرير ويلي، چې دغه خلک د څوکۍ بایللو له امله له حزب څخه جلا شوي او په وينا يې ډېر مهم خلک هم نه دي.

له حزب اسلامي جلا شوو کسانو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو ځينو يې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنيو ته ويلي، له حزب اسلامي د جلا کېدو په اړه يو هدف لري او په دې اړه به په راتلونکې اونۍ کې رسنيو ته مفصله وينا وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mujahid
میلمه
mujahid

حزب ((اسلامی)) یی مه بولۍ، اوس یی نوم حزب[ سلامی ] دی . دا په څو ځلی سلامی شوی حزب دی: لمړی : دا حزب سلامی غنی ته سلامی شوی حزب دی دوهم: دا حزب د سوړ جنګ د غلامی تړون به لا سلیک کولو امریکایانو او او اروپایانو ته سلامی شوی. دریم : دا حزب سلامی دوستم قاتل او بی سواده ملحد شرابی او لواطی ته سلامی شوی څلورم : دا حزب د نجیب وزیر دفاع ( ملحد تهاڼی ) ته سلامی شوی. بنځم : دا شیعه یانو ته سلامی شوی شپږم : دای شرمیدلی حزب د پاکستان او… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ای د افغانانو قاتله! په لسګونه زره افغانان دی د چوکی د پاره په شهادت ورسول. ستاسی مرام چوکی وه، او د اسلام په نامه مو خلک غلولی وه. الله(ج) مو په دارینو کی رسوا او شرمنده که.

جميل
میلمه
جميل

ګلبدين هم ډير سمارټ دی ، که د ګلبدين څخه نور جلا سويوی او پر کور وی او يا فی سبيل الله جهاد ته يی ادامه ورکړی وی ، دا خو پدی معنی نده چی هغو لاره جلا کړه ، لاره خو تا نمک حرامه جلا کړه او پدا سپينه ږيره دی له ځانه د محاربو کفارو چوشکی جوړ کړ .
و لعذاب الاخرته اکبر

غوربندي
میلمه
غوربندي

په خره سپرېدل يو شرم
ترې کوزېدل بل