
لوګر کې دولتي عسکرو څلور ماشومان وژلي/ويډیو
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند «باغک» نومي سیمه کې د دولتي عسکرو له لوري د «ډي سي» توپونو د ډزو په پایله کې څلور ماشومان وژل شوي.
د لوګر ولایت د والي ویاند «احمد دیدار لونګ» وايي « په برکي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو د څلورمې لوا له لوري د ډي سي توپونو په ډزو کې څلور ماشومان وژل شوي.»
د لونګ په خبره، د پېښې د څېړلو په موخه پلاوی ټاکل شوی او ژر به وڅېړل شي.
#جنایت:
نن ماسپښین د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند باغک سیمه کې دکابل ادارې عسکرو په هغو ماشومانو د هاوان برید وکړ، چې په غره کې د بوټو په راټولو بوخت وو.
په پیښه کې ۴ تنه ماشومان شهیدان شول. pic.twitter.com/KAcZSy4wPl— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 10, 2019
په ورته وخت کې د برکي برک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د اعتراض په ډول د ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي وو ، د لاریونوال ګډونوال وایي، چې وژل شوي ماشومان د سون توکو لپاره راوتلي وو.
که ووایو چی دا وطن ساتنه نه ده ظلم دی په سر مو خلطه اچوی وایرطالب یی، که طالب ته ووایو چی زانمرگی ناروا دی داسی جنگ ناروا دی چی د یو عسکر یا قومندان لپاره تول مسجد یا شفاخانه عام خلگ شهیدوی نو ددوی درباندی د دالر خور ، غلام، جاسوس او … تهمت لگوی. یا پروردگاره ته مو هغو کی حساب کری چی تاته خوش وی.