
افغانستان
بګرام کې پر بهرنيو پوځيانو سرتېری برید شوی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د پلازمېنې کابل په شمال کې د امريکايي پوځيانو تر ټولو سترې بګرام پوځي اډې ته څېرمه د بهرنيو پوځيانو پر کتار موټربم برید شوی دی.
د پروان ولايت چارواکو منلې، چې د بګرام پوځي اډې ته څېرمه د بهرنيو پوځيانو پر کتار له موټربم برید وروسته د سپکو او درنو ډزو غږونه اورېدل شوي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ځواکونو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.
خبر پوره کيږي…