افغانستان

نيويارک ټايمز: امريکا په افغانستان کې د نږدې ۲ ټريليونه ډالرو لګولو سربېره هم ناکامه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې امريکا له تېرو نولس کلونو راهيسې امريکا په افغانستان کې شاوخوا دوه ټريليونه ډالر لګولي، خو د افغانستان په وضعيت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی او نه يې په جګړه کې بریا ترلاسه کړې ده.

د ورځپاڼې په وينا دا پرېمانه امريکايي ډالر په داسې حال کې لګول شوي، چې د نولس کالو جګړو او بمباريو سربېره لا هم د افغانستان ډېره برخه د طالبانو په واک کې ده او د نړۍ تر ټولو زيات مهاجرين د افغانستان دي.

نيويارک ټايمز زياتوي، سره له دې، چې په ښارونو کې نسبي ښه وال راغلی، نجونه او هلکان ښوونځيو ته ځي، خو حالات لا هم ترينګلې او بې باوره دي.

ورځپاڼې ليکلي، د شاوخوا دوه زره ميلياردو ډالرو د لګولو سربېره لا په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق د نړۍ په کچه تر ټولو زيات دی او د ټولې نړۍ اتیا سلنه مخدره مواد له افغانستانه صادريږي.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او تفتیش ادارې «سيګار» هم په خپل وروستي راپور کې ويلي و، چې امريکا او نړيواله ټولنه د مخدره موادو پر خلاف مبارزه کې ناکام دي.

د نيويارک ټايمز په باور امريکا د افغان امنيتي ځواکونو، اقتصادي غښتلتيا، د مخدره موادو، روغتيا، ښوونې روزنې او ورته نورو برخو کې نږدې دوه زره ميليارده ډالر لګولي، خو په ټولو برخو کې لګول شوي ډالر بې ځایه دي او اوس هم افغان عسکر بې کفايته، د مخدره موادو کرکيله روانه، اقتصاد کمزوری او عام ناروغان د ژوند اساسي روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

داټولی پیسی دامریکا دوخت دفوج اوحکومت دسربراهانواوافغان بیننګوسربراهانوتر منځ تقسیم سوی دی افغان ملت ته ندی رسیدلی هغه افغان فوجیان چه داقتصادی مجبورۍ په خاطرددوی دپاره جنګیږی په مرچوکی دلوږی مری تنهاودنیاته دښودلودپا ره یی لوی پراخ سړکونه(روډونه)جوړکړی دی.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx