دوهم تعقیب: له موټربم وروسته بګرام پوځي اډې ته بریدګر ننوتي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل په شمال کې د بګرام پر امريکايي پوځي اډې له موټربم برید وروسته يو شمېر بریدګر يادې پوځي اډې ته ننوتي او هلته له بهرنيو پوځيانو سره په جګړه بوخت دي.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ رسنيز دفتر منلې، چې د بګرام پر پوځي اډې له موټربم برید وروسته يو شمېر بریدګر اډې ته دننه شوي او هلته له بهرنيو او کورنيو عسکرو سره په جګړه بوخت دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم د برید پخلی کړی او وايي، چې د امريکايي عسکرو پر اډې موټربم او ورپسې ډله ييز برید شوی دی.

د ولسوال په وينا امريکايي پوځي اډه کې اوس هم د بریدګرو او بهرنيو عسکرو ترمنځ ډزې روانې دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

دافغنستان دمسلمانانوغیرت اوپرقرآنکریم عقیده به کفاروته معلومه سی داسی توریا لی دی الله دجنت فردوس میلمانه کی

اجمل
میلمه
اجمل

عبدالواحد ته: لعنت د پر داسی بی غیرته مسلمانانو شی چی د یو څو کافرو په خاطر یی پدی ژمی د خلکو کورونه وران کړل او په سل ګونو واړه، زاړه او ماشومان یی ټپیان یا ووژل.

عبد الله
میلمه
عبد الله

عبد الواحده وروره! تقریبا د نری د ۲۱ هیوادونو خلګو سره اوسیدلی یم، دی کی شک نسته چی افغانان با غیرته خلک دی خصوصا پشتانه، خو متاسفانه ددین خخه ناخبره دی بی علمه دی هرسوک چی په غوژ کی ددین په نامه سه ور پوه کری دوی یی په دیر صداقت منی. که په دین پوه سی هیخ وخت به د مولوی ریحان او یا د یو عسکر لپاره په لسهاوو بی ګناه ولس پر لمانزه شهیدان نه کری. تاسو ددنیا مشهور علما وګوری چی زانمرګی ناروا بولی خو یو کافر لپاره د مسلمانانو وژل حرام یادوی خو زموژ زینی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

بیانو د قطر له مزاکراتو څخه د سولی توقع هم مکوی ځکه چی د قطر مزاکرات صرف او صرف د خلکو د غولولو لپاره او #### پکار اچول شوی. اصلی قومانده د پنجابیانو په لاس کی ده نه د طالبانو په لاس کی. کچیری دا د طالبانو کار وی بیانو دا سیاست ندی بلکه ###. د ټرمپ ټوټ ته هم انتظار باسی داځلی به مو د قطر له دفتره هم ورک کړی. امید دی زما تبصره کټ مټ نشر شی. د خرابو الفاظو مسولیت یی زه اخلم نه طالب.

مجاهد
میلمه
مجاهد

اجمل جانه !
الله ج دی ستاسی د شان مناسبه سزا درکړی چه تاسی همدغه امریکایانو ته د یو څو ډالرو په بدل کی قضایی مصونیت ورکړی یعنی د لوړپوړو چارواکو به کورونو کی چه ساتنه او څارنه لری د هر څه کړنو اولیت لری که چارواکی په هماغه حساس وخت کی ورباندی راشی د قضایی مصونیت د لرلو له امله مقاومت خو څه کړی د شکایت حق هم نه لری، مګر همدغه طالبان د باګرام د اشغلګرو به هوایی هډه او نور ټول افغانستان کی ستاسی او زمونږ د ټولو د ناموس، خاوری او خلکو ساتنه او دفاع کوی.

عبدالله
میلمه
عبدالله

عجیب جهاد ۸۰ ولسی خلگ زخمیانوم ورته جهاد وایم، مولوی ریحان وژنم او ورسره د په مسجد کی عام خلگ هم شهیدوم دا هم جهاد بولم، وه ظالمه هغه به سنگه ایمان وی چی د امریکایی په وژلو به خفه کیژی موژ وایو تاسو د پنجاب په فرمایش د جهاد په نامه خپل خلگ وژنی، زخمیانوی یی او کورونه یی ور خرابوی دا سنگه جهاد وا مجاهده! د کافر د وژلو په پلمه د خلگو ژوند اخلی.