عبدالله عبدالله: که مو غوښتنو ته لاسرسی ونشي؛ د ټاکنو پایلې نه منو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ مشر «عبدالله عبدالله» وایي، که یې قانوني غوښتنو ته لاسرسی ونشي؛ د ټاکنو پایلې نه مني.

عبدالله عبدالله په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «که چېرې ټاکنو کمېسیون د انتخاباتي ټکټونو قانوني غوښتنو ته له رسیدګۍ پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د کمېسیون اعلان به زموږ لپاره د منلو وړ نه وي او پر وړاندې به یې بې‌تفاوته پاتې نشو.»

د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې، چې د خپل ډول تر ټولو جنجالي انتخابات وو، تر دې دمه یې لا هم لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټیم ، د رایو د بیا ځلې شمېرنې په وړاندې خنډ دي او ټینګار کوي، چې د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکی» ټیم له کمېسیون سره په تقلب کې شریک دی.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون وايي، په لنډ وخت کې د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو پرېکړه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د