نړۍ

امريکا د نقیب مسيد د وژونکي «راو انور» سربېره پر ۱۸ کسانو بنديزونه ولګول

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): امريکا له بشري حقونو د سرغړونې په تور د نقيب الله مسيد په وژنه د تورن پاکستاني افسر راو انور سربېره پر ۱۸ کسانو بنديزونه لګولي او په امريکا کې يې د هغوی پانګې کنګل کړي دي.

د امريکا د ماليې وزارت د بهرنيو پانګو د څار او کنټرول ادارې پرون د بشري حقونو د نړيوالې ورځې د نمانغونډې پر مهال د روان انور سربېره پر اتلس کسانو بنديزونه ولګول.

د امريکا ماليې وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د کراچۍ د پوليسو پخواني افسر راو انور د خپل ماموريت پر مهال په جعلي نښتو او مقابلو کې سلګونه کسان وژلي، چې يو په کې د جنوبي وزيرستان اوسېدونکی ځوان نقيب الله مسيد هم و.

اعلاميه زياتوي، چې راو انور په ۱۹۰ جعلي نښتو او مقابلو کې له څلور سوو زيات بې ګناه ملکي وګړي وژلي او نوموړی يې د باج اخيستنې، قاچاقبرانو په ملتيا او د ځمکو په غصب تورن کړی دی.

د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د پاکستان کراچۍ ښار کې پوليسو نقیب الله مسيد له خپل کوره ويستی و او د پوليسو مشر راو انوار له لوري د ترهګرۍ په تور له محکمې پرته وژل شوی و.

د نقيب الله مسيد پلار او خپلوانو يې په کراچۍ ښار د راو انور پر خلاف دوسيه رسمي کړه او هغه يې د خپل زوي په ناقانونه وژنه تورن کړی و.

د نقيب مسيد له وژل کېدو وروسته په کراچۍ، پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو کې د هغه د وژونکو پر خلاف پراخ لاريونونه پيل شول او د منظور پښتين په مشرۍ د پښتنو ژغورنې غورځنګ له دغه ځایه پيل شو، چې تر ننه روان دی.

د نقيب مسيد وژونکی پوليس افسر د څه وخت لپاره نيول شوی و، وروسته په ضمانت خوشې شو او د دې قضيې په اړه نور معلومات تر اوسه هم نه دي ترلاسه شوي او پلار يې تېره اونۍ د خپل زوی د شهادت په اړه د انصاف ترلاسه کولو له ارمان سره له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

تاسو تالی څټی طالب پوله ولی ددی قضی برید له پنجاب اداری څخه نه اخلی؟ خدا مو هلاک کړه لا پدی ډارنو خپرون چی له جی اچ کیو یی کوی!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x