ورزش

د کرېکټ بورډ نوې پريکړه؛ راشد خان ګوښه او اصغر افغان يو وار بيا لوبډلمشر وټاکل شو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ يو وار بيا د اصغر افغان د لوبډلمشر ټاکلو پريکړه کړې ده.

راشد خان چې د متنازعو پريکړو وروسته يې له تيرو شاوخوا دريو مياشتو د ملي لوبډلې مشري کوله په حيرانونکي ډول له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو.

د افغانستان کریکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي او د کریکټ بورډ ګڼ شمېر چارواکو په کابل کې نن د چهارشنبې په ورځ خبري ناسته درلوده چې له مخې يې ياده پريکړه وشوه.

کرېکټ بورډ وايي چې دغه پريکړه يې د کرېکټ بورډ رئيس او مشر چارواکو په مشوره کړې ده.

اصغر افغان به له دې وروسته يو وار بيا د ټيسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو لوبډلمشري پر غاړه لري.

د يادونې وړ ده چې د پنځوس اوريزو نړيوال جام څخه يوازې درې مياشتې وړاندې د کرېکټ بورډ پخواني مشر عزيز الله فضلي د اصغر افغان د ګوښه کولو او پرځای يې د ګلبدين نائب ټاکلو پريکړه کړې وه.

دغې پريکړې د لوبډلې ترمنځ ګڼ شمېر اختلافات رامنځته کړي وو چې ځينې لوبغاړو يې په زغرده په ټولنيزو رسنيو مخالفت کړی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close