شعـــــرونه

غزل؛ مدثر همراز

مدثر همراز

ځې چې په دې لاره، یاره چرته ځې؟
صبر وکړه یاره، یاره چرته ځې؟

دا په تا ودان او ته په ده ودان
مه زه له دې ښاره، یاره چرته ځې؟

لاړې له دښمن سره مې اودریدې
نور به نو غداره، یاره چرته ځې؟

ما د حق ګزار ته تنها مه پریږده
پاتې شه باداره، یاره چرته څې؟

ما ژغورې که ته مې یی د سر جلاد
ما سره تر داره، یاره چرته ځې؟

ژوند خو دې بس ماته را بښلی وو
اوس مې له مزاره، یاره چرته ځې؟

سر په دیواله وهې دا څه کوې؟
اودریږه خماره، یاره چرته ځې؟

ځه همرازه رب دې حفاظت وکړه
هره خوا دې څاره، یاره چرته ځې؟

مدثر همراز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x