واشنګټن پوسټ: د افغانستان جګړه کې تر ۱۵۷ زرو زيات کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د افغانستان په اتلس کلنه جګړه کې له ۱۵۷ زرو زيات کسان وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د براون امريکايي پوهنتون د موندنو له مخې ليکلي، چې د افغانستان په جګړه کې ۴۳ زره ملکي افغانان، له ۶۰ زرو زيات افغان عسکر، له ۴۰ زرو زيات طالبان او له ۷ زرو زيات بهرني عسکر وژل شوي دي.

دغې امريکايي ورځپاڼې وړمه ورځ هم د افغانستان جګړې د ارزونې په اړه ۲۰۰۰ پاڼې هغه سند خپور کړی و، چې د امريکايي چارواکو له تېرو اتلس کلونو راهيسې خپل ولس ته درواغ ويلي.

په دغه راپور کې راغلي، چې امريکايي چارواکي د افغانستان جګړې په ناکامۍ باوري دي او بیا هم په دې اړه خپل ولس ته جعلي ډاډ ورکوي.

په دغه راپور کې راغلي و، چې د افغانستان جګړه کې له ۱۵۷ زرو زيات کسان وژل شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګې غړو او سياسي چارو کارپوهانو په دې غبرګونونه ښوولي دي.

د ولسي جرګې غړي فدا محمد الفت صالح ويلي، د دې راپور له خپرولو ښکاري، چې امريکا د افغانستان جګړې د اوږدولو او لګښتونو ګاللو توان نه لري او نور هوډ لري، چې دغه جګړه پای ته ورسوي.

په عين حال کې نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم ليکلي، چې امريکا د افغانستان په جګړه کې له دوو ټريليونو ډېر ډالر لګولي، خو د افغانستان په وضعيت کې کوم بدلون نه دی راغلی او د افغانستان له پنځوس سلنه زياته برخه لا هم د طالبانو په واک کې ده.

د نيويارک ټايمز د راپور له مخې ۱،۵ ټريليونه ډالر په جګړه، ۷۸ ميليارده د افغان عسکرو او پوليسو په روزنه، ۲۴ ميليارده په اقتصادي پراختيا، ۱۰ ميليارده له مخدره موادو سره په مبارزه او ۵۰۰ ميليارده ډالر د امريکا له لوري افغان حکومت ته د پورونو په لړ کې ورکول شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

امریکایی ، اروپایی او حتی د اسلامی نړی ټولی رسنی ، پاڼی او تلویزونونه د دجال ( نظن نوین جهانی ) په ملکیت او کنترول کی دی د مظلوم بشریت مود او باور ته ګوری زیات خو ورته دروغ لیکی مګر له له دی ویره چه دروغو ته به غوږ نه ږدی او نه به یی باوروی نو نیم یا دریمه برخه رښتیا یا نیمه رښتیا هم ورسره ګډوی یا یو خبر رشتیا وایی چه په تفقیب دروغ خبر هم ولولی او رښتیاوو کی یی ونغاړی . په هر صورت ، د روسانو تر یوی لسیزی کم وحشت یا اشغال… نور لوستل »