افغانستان

د بګرام پر امریکايي اډې برید لا هم روان دی، مسؤوليت يې طالبانو منلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل په ګاونډ کې پر بګرام امريکايي پوځي اډې ډله ييز برید لا هم روان دی او مسؤوليت يې طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې د ياد برید مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې په دغه موټربم او ډله ييز برید کې لسګونو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې نن سهار شپږ بجې لومړني سرتيري بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د بګرام پوځي اډې له ديوال سره ټکر کړ، چې ورسره نورو بریدګرو ته يادې اډې ته د داخلېدو زمينه برابره شوه.

امنيتي سرچينې وايي، د برید هدف د امريکايي پوځيانو خوب خونې او مرکزونه دي او دغه جګړه لا هم دوام لري.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنيو ته ويلي، د برید موخه امريکايي پوځيان وو، خو دننه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

ولسوال وايي، د پېښې ډېر زيان ملکي خلکو ته رسېدلی، خو طالبانو ملکي خلکو ته د زيان اوښتو راپورونه رد کړي دي.

ذبيح الله مجاهد وايي، د برید هدف بګرام پوځي اډه کې امريکايي پوځيان دي، ملکي خلک هدف نه دي او کېدای شي د موټربم چاودنې له امله لرې پرتو کورونو ته زيانونه اوښتي وي.

د سيمې خلک وايي، دا برید د جان قدم کلي له لوري شوی او د سيمې د کورونو ښيښې هم په کې ماتې شوي دي.

د بګرام پوځي اډې شاوخوا سيمې او کلي ټول د امريکايي عسکرو په واک کې دي، د برید له امله ټوله سيمه د بهرنيو پوځيانو له لوري محاصره ده او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ترلاسه کول ستونزمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

بیا نو د قطر مزاکرات د څه لپاره. ټرمپ چی د یوه امریکایی په خاطر مزاکرات ### ته برابر کړل، نو دی عملیات سره به څنګه چپ پاتی شی. دی نه دا معلومیږی چی مزاکرات صرف د خلکو د غولولو لپاره دی نه د سولی د راوستلو لپاره.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x