کرزی: امریکا له یوه لوري اوربند غواړي، له بلې خوا په افغانستان بمونه غورځوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وایي، امریکا په داسې وخت کې د اوربند چیغې وهي، چې په افغانستان کې خطرناک عملیات سرته رسوی؛ نو که امریکا که رښتیا هم سولې ته ژمنتیا لري یو اړخیز اوربند دې اعلان کړي.

کرزي له «اسوشیټيډ پریس» خبري اژانس سره په خپله مرکه کې ویلي « امریکایان له تېر یوه کال راهیسي د اوربند غوښتنه کوي او ورسره هم مهاله تر بل هر وخت خونړي عملیات سرته رسوي او سلګونه بمونه د افغانستان په خاوره غورځوي، دا څنګه کېدلای شي؟.»

نوموړي زیاته کړې « امریکا که رښتیا هم سوله غواړي؛ نو اړینه ده چې یو اړخیز اوربند اعلان کړي او په دې توګه سولې ته د خپلې ژمنیتا بېلګه پرېږدي.»

کرزي ددې ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا په پالیسیو ټینګه نیوکه کړې او د یاد هیواد حکومت یې تورن کړی، چې په افغانستان کې یې پراخ فساد ته زمینه برابره کړې.

د کرزي په خبره، د سولې او پرمختګ په ځای په افغانستان کې د امریکا مرستې په داسې شیانو لګول شوې، چې د افغانستان او افغانانو لپاره هیڅ ګټه پکې نه وه.

کرزی داسې مهال پر امریکایانو د اوربند غږ کوي، چې هغوی په بیا، بیا له طالبانو غواړي؛ څو تاوتریخوالي را کم او اوربند ته غاړه کېږدي؛ خو د طالبانو په خبره، کله چې امریکا له دوی سره توافق وکړي، دوی به ورسره اوربند هم وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

ای شیطانه، منافقه بیا څه شوم پلان لری.

عبدالله
میلمه
عبدالله

شاه اغا وروره د منافق ویل د شرعی لمخی حق نه لری چی ورته ووایی. منم چی کرزی دیر خاین او فاسد انسان دی خو منافق نه شو ورته ویلای، زکه چی نفاق د زره کار دی او رسول علیه السلام ته د وحی په ذریعه کیدی نو ما او تاته وحی نشته نو منافق ویلو حق شرعا نه لرو.
په دیر درنشت.

غوربندي
میلمه
غوربندي

کرزی که هر څو هم غلام او تر ابليس هم لوی ملعون دی خو بيا هم د اوربند اړوند وړانديز سره يې موافق يم.

امريکايان که غواوي تاوتريخوالی کم کړي نو يو اړخيز اوربند دې وکړي په دې سره به طالبانو کرامو بريدونه راکم او د اشغالګرانو د وتلو په صورت کې د صفر کچې ته راټيټ شي.

عبدالقادر
میلمه
عبدالقادر

کرزی که هرمقصدلری خوخبره یی حقیقت کړی امریکایانو تربل هروخت اوس دیرافغانان شهیدان کړی اوهره شپه چاپی په کورونواچوی چه قربانی یی اکثره ماشومان ښځی سپین ږیری اومسجدونه اومدرسی اوبی ګناه کلیوال وی خو دامریکاپه خبروباورکول بی زایه کاردی بایدپه امریکا باورونشی

مجاهد
میلمه
مجاهد

د کرزی له خولی داسی خبری داسی مثال لری لکه شی خبری چه بدی خولی راوځی دغه ټولی ناخوالو شروع کرزی څخه وه د یو څو ډالرو او مقام ترلاسه کولو د پاره یی دغه ټولی ناخوالی ولی پیش پینی نه کړی، دا منو که کرزی نه وو راغلی بل کارمل او شاه شجاع به یی له ځانه راوستلو مګر لږ تر لږه کرزی خو به د کرزو او پشتنو نوم نه شرمولو کیدی شو د ده به شان بل مداری یی نه وی موندلی او له اشغال څخه یی صرفنظر کړی وی . اوس هم کرزی چه څه وایی… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

کرزی نه یوازی غلام تیر شوی بلکی خپلی غلامی کی یی کار هم نه دی کری، دپشتنو بیخ یی ویسیت.