نوماندانو شورا: د پایلو اعلان به اوسنی بحران نور هم پراخ کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وایي، که چېرې د ټاکنو کمېسیون پایلې اعلان کړي، دا به په هیواد کې شته بحران نور هم پراخ کړي.

د نوماندانو شورا غړي «احمد ولي مسعود» نن ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل « د ټاکنو کمېسیون د اوسني بحران  برخه ده، که کمېسیون د ټاکنو پایلې اعلان کړي، په حقیقت کې د اوسني بحران لمن پراخوي.»

نوموړي زیاته کړې « په اوسنیو شرایطو کې له ټاکنیز محوره ملي مشارکت حکومت پرته بله لار نه ده پاتې، له بحران څخه د وتلو په موخه باید له ټاکنیزو ټیمونو سره په یوه ګډ میکانیزم کار وشي.»

نوماندانو شورا داسې مهال د ټاکنو اعلان د بحران پراخوالی بولي، چې د ټاکنو کمېسیون لا هم له ټاکنیزو ټیمونو سره تفاهم ته نه دی رسېدلی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټیم نن ورځ ګواښ کړی وو، که قانوني غوښتني یې ونه منل شي، پایلې به ورته د منلو وړ نه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د سی آی ای ډرامی داسی ژر نه ختميږی ، د لمړی سره ورته وګوری د دی غلامانو هره موضوع همداسی ځنډنی او خندونکی ده ، ډيری دی د ياديدو ندی . دا داسی ډرامی دی چی کارکونکی يی پخپله هم نه په پوهيږی چی څه پيښيږی .
زه فکر نکوم چی داسی حقير غلامان دی بل ځای بل وخت هم تير سوی وی .