د ناټو اویایمه کلیزه او افغانستان

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

برېتانیا د ۲۰۱۹ دسمبر پر ۳مه او ۴مه د ناټو غړو هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه و. په دغې ناسته کې د اروپایي مشرانو سربېره د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د ناټو د نورو نړیوالو ملګرو هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازو هم برخه اخیستې وه.

د ناستې په دویمه ورځ د افغانستان د سولې او ټاکنو موضوع او په دغه هېواد کې د ناټو ماموریت، په اجنډا کې د بحث مهم ټکي وو چې په پایله کې ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر ټینګار سربېره، طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو د بیا پیل هرکلی وکړ همدارنګه یې د ټاکنو د پایلو د زر اعلان او له ټولو خواوو یې د پایلو د منلو غوښتنه وکړه.

په دغې ناسته کې له افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر ټینګار سربېره، د ناټو ځینو غړو هېوادونو افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورو په برخه کې د خپلې همکارۍ د زیاتوالي خبره هم وکړه. دغه راز د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به تر هغه وخته پورې خپل حضور ته دوام ورکړي تر څو، چې ورته اړتیا وي.

په افغانستان کې د ناټو حضور او ښکېلتیا، د سولې په برخه کې د دغه سازمان رول، د ناټو د اویایمې کلیزې د لمانځنې په موخه د لندن ناسته او دا چې د دغې ناستې د پرېکړو په رڼا کې به د افغان سولې راتلونکی څه وي؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

ناټو او په افغانستان کې یې ښکېلتیا

ناټو (NATO) یو سیاسي او نظامي سازمان دی چې له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د لوېدیځې اروپا او امریکا متحده ایالتونو له خوا د ختیځې اروپا او پخواني شوروي اتحاد څخه دوی ته د احتمالي خطرونو د پېښېدو د مخنیوي په موخه د ۱۹۴۹م کال د اپرېل په ۴مه “د شمالي اتلانتیک تړون” (North Atlantic Treaty organization) تر عنوان لاندې رامنځته شوی دی.

په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې له پېښې را وروسته کله چې دغه هېواد د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو نظام یې ړنګ کړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د آیساف (ISAF) ځواکونو مسؤولیت وبلل شو او له ملګرو ملتونو سازمان څخه یې د جواز په ترلاسه کولو سره پر افغانستان د امریکا برید ته مشروعیت ورکړ چې وروسته په ۲۰۰۳م کال کې د افغانستان جګړه کې د آیساف (ISAF) ځواکونو رهبري ناټو (NATO) ته وسپارل شوه.

د امریکا په ملاتړ او ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو تر ۲۰۱۴م کال پورې په افغانستان کې د نظامي ماموریت ترڅنګ د (PRT) پروګرام تر عنوان لاندې د بیارغونې ځینې فعالیتونه هم ترسره کړل؛ خو دغه فعالیتونه تر ډېره غیر زیربنایي برخو کې وو.

په ۲۰۰۱م کال کې ظاهراً پر افغانستان د امریکا د برید تر شا د اسامه بن لادن له قضیې ورهاخوا د طالبانو د امارت ړنګول یا د طالبانو ختمول، د افغان پوځ جوړونه او د یوه دېموکراتيک نظام په رامنځته کولو سره به افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته کول وو، چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه او د ناټو سازمان غړي هېوادونه هم د امریکا څنګ ته ولاړ وو؛ خو دا هرڅه په رښتنې او کامله توګه ترسره نه شول او دلیل یې هم دا و چې امریکا له یادو موخو ورهاخوا د سیمې په کچه نورې مهمې موخې هم درلودې او له همدې امله پرته له دې چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي روانه جګړه کې تر اوس مهاله لسګونه زره افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

سره له دې چې اوس مهال په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر له څه باندې سل زره څخه شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېرو ته را کم شوی، خو جګړه د تېر په پرتله په شدت روانه ده، له طالبانو علاوه “اسلامي دولت” یا داعش ډلې هم خپل فعالیت په افغانستان کې پیل کړ خو په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان په شرق کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د هوایي همکارۍ په مرسته افغان حکومت او طالبانو ورسره جګړې وکړې د دوی په وینا، چې د افغانستان په مشرقي ولایت ننګرهار کې داعش په مکمل ډول ختم شوی خو د ناټو په سرمشریزه کې د فرانسې جمهور رئیس امانووېل مکرون په خپلو خبرو کې ووېلې چې په نړېواله سطحه داعش اوس هم نړۍ ته جدي خطر دی او دوی ته په نړیواله سطحه کمپاین روان دی، همدارنګه د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان هم د نړېوالې ټولنې نه د داعش پر وړاندې د یو کېدو غوښتنه وکړه، او د افغانستان لپاره یې اوس هم ستر ګواښ یاد کړ، خو د امریکا جمهور رئیس د دوی بر خلاف د داعش د مشر په وژل کېدو د دوی د ماتې په معنی یاد کړ.

ناټو او د سولې قضیه

هغه جګړه چې امریکا د ناټو په ملاتړ ظاهراً په افغانستان کې د نوي نظام رامنځته کولو او امنیت ټینګښت په موخه پیل کړې وه، که څه هم تر ۲۰۱۴م کاله د څه باندې سل زره جنګیالیو پر مټ مخ ته لاړه، خو پای ته ونه رسېده. په دغې جګړه کې چې لا هم روانه ده، نه طالبان مات شول او نه هم افغانستان آرام شو. بهرنیو ځواکونو له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان جګړې ګرم او مرګونی میدان افغان امنیتي ځواکونو ته پرېښود، له دوی څخه که څه هم لسګونه زرو یې افغانستان پرېښود؛ خو لا هم دمګړۍ په افغانستان کې د ناټو د څه کم ۲۹ هېوادونو څخه ۱۴۰۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي.

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو سره د دې هېواد له لوري د افغان جګړې په اړه د جنوبي آسیا لپاره نوې پوځي تګلاره اعلان شوه، چې د دې تګلارې محراق افغانستان ؤو. د دغې تګلارې له مخې بهرني ځواکونه یو ځل بیا د افغان جګړې ډګر ته را وګرځېدل، جګړه ګرمه شوه او هوایي بمبارۍ زیاتې شوې چې له امله یې په ډېری بریدونو کې ملکي خلکو ته پراخه مرګ ژوبله واوښته او د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ یوازې د ۲۰۱۸م کال په جریان کې ۱۰۹۹۳ عامو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

خو د ۲۰۱۸م کال په آواخرو کې د امریکا جمهور رئیس د افغان کشالې د حل لپاره یوازینی د حل لار خبرې اترې وبللې نو ده د طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په موخه یې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد خپل استازی وټاکلو زلمي خلیل زاد له طالبانو سره په تېر تقریبا یوه کال کې ۹ پړاوه اوږدې مخامخ خبرې وکړې، چې د دې خبرو په پایله کې امریکایي لوری له طالبانو سره نهایي موافقې ته رسېدلی ؤو خو په ظاهر کې د طالبانو په یوه برید کې د امریکایي سرتېرې د وژل کیدو سره د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ترمپ د ټوېټ په کولو سره له طالبانو سره ۹پړاوه خبرې، چې پایلې ته نېږدې شوې وې بندې کړلې، چې دا کار د سیمې د هېوادونو او نړېوالې ټولنې له توندو غبرګونونو سره مل ؤو د نومبر په ۲۸ مه نېټه د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ترمپ، افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کی طالبانو سره د مخامخ خبرو د بیا پیل اعلان هم وکړ، چې په دې سره یو ځل بیا زلمي خلیل زاد خپل سفر له افغانستان څخه پیل کړ او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره له لیدلو وروسته یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په پار قطر ته لاړ.

ناټو او د افغانستان راتلونکی

د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د سولې په برخه کې طالبانو او امریکایانو د مخامخ خبرو د بیا پیل ستاینه وکړه. دغه راز د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل: “موږ ژمن یوو چې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړو. ځکه چې موږ په دې ژور باور لرو چې د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلامشوره ورکول او مرسته کول د سولې د هڅو تر ټولو ښه لار ده، ترڅو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به کله هم بریالي نه شي. هغوی باید د خبرو میز ته کښیني او نویو موافقو ته مخه کړي”.

د ناټو د عمومي منشي خبرو ته په کتلو سره، چې د یاد سازمان د اویایمې کلیزې د لمانځنې په غونډه کې یې وکړې له ځان سره واضح د جنګ پیغام لري، بې له شکه په افغانستان کې د ناټو غړو هېوادونو حضور په تېرو اتلسو کلونو کې نظر افغانستان ته د یاد سازمان غړو هېوادونو زیات ګټور ثابت شوی، دوی خپل سرتیري په متناوب ډول باندې افغانستان ته رالېږي تر څو دلته جګړیز مهارتونه عملآ زده کړي، همدارنګه د افغانستان د ځمکې او هوا کنټرول له دوی سره ؤو او دی، چې په دې سره دوی د دې فرصت لري چې خپل نوې جوړې شوې وسلې په افغان خاوره کې د حیواناتو پر ځای پر حقیقي انسانانو باندې و آزمویي، همدا راز دوی پرته له اجازې نه هر وخت او هر ځای کولای شي، ورځني او شپني عملیات تر سره کړي او هغه ساحې چې غواړي بې د چا له مشورې یې بمبار کولی شي. نو له دې نه معلومیږي چې د یاد سازمان غړي هېوادونو د افغانستان د خلکو او خاورې نه یې د لابراتوار په بڼه پوره ګټه تر لاسه کړې ده، او بل دا چې د یاد سازمان مهم غړي، امریکا نړېوالو ټولنو ته تر اوسه پورې اجازه نه ده ورکړې تر څو د یاد سازمان د غړو هېوادو، جنګي جرمونه، چې په افغانستان کې یې تر سره کړي دي په اړه یې څېړنه وکړي.

ناټو فیصله کړې، چې په افغانستان کې به خپل حضور ته دوام ورکوي، خو دا وضعیت تر نامعلومې مودې پورې دوام نشي کولای، ځکه د افغانستان خلکو کلک هوډ کړی چې په خپل وطن کې به شته حاکم وضعیت ته تغیر ورکوي همدارنګه د سیمې او نړېوالې ټولنې ډېری غړي هم دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي. بې له شکه په افغانستان کې جګړه نه دې افغانانو په ګټه ده او نه هم د ناټو سازمان د غړو هېوادونو، نو پکار ده چې یاد سازمان د خپلې اویایمې کلیزې په درشل کې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په لارو چارو جدي غور وکړي. ځکه چې د دې جګړې دوام نه یوازې د افغانستان خلکو او د سیمې هېوادونو ته په زیان دی، بلکې یاد سازمان هم د جدي ستونزو سره مخامخ کولی شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

[[ حق اخستل کیږی ورکول کیږی نه ]] حق چه په زور اخیستل شوی په زور به اخستل کیږی مګر د ځانو او مالو قربانیو ته اړه ده، دغه مسولیت طالب مجاهدینو په رشتونی منلی په تیرو ۱۸ کلو کی نه بلکه په تیرو ۲۵ کلونو کی په بریا ازموینه ترسره کړی د طالبانو ډله کوم هغه او دغه اسلامی اسلامی … ډله یا تش په نامه اسلامی ګوندونو به شان نه دی چه مشران او جهادی کړنی یی په بیه رانیول شی. طالبان د دوی د ګوند نوم نه دی بلکه د دینی زده کړو شاګردانو ته وایی، اسلامی… نور لوستل »