
ارګ د بګرام پر پوځي اډه د طالبانو برید «بشري جنایت» وباله
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې څو طالب سرتېري د کابل په شمال کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لويې پوځي اډې «بګرام» ته ننوتلي او هلته له مېشتو امریکایي عسکرو سره په جګړه بوخت دي؛ ارګ یاد برید «بشري جنایت» بللی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» له خولې، د بګرام په پوځي اډه د برید قربانیان «ملکي کسان» بلل شوي او هغوی ته د شفاء دعاء شوې.
یاده دې وي، چې نن ورځ سهار مهال شاوخوا شپږ بجې طالبانو د بګرام پوځي اډې له دېوال سره لومړی له منفجره موادو ډکې یوې مازدا ته انفجار ورکړی او ورپسې ګڼ شمېرطالب سرتېري یادې اډې ته ننوتلي.
د طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» له قوله، طالب بریدګر په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او تر دې دمه د اډې دننه په جګړه بوخت دي.
د بګرام ولسوال «عبدالشکور قدوسي» رسنیو ته ویلي، چې وسلوالو بریدګرو نن سهار د بګرام پوځي اډي په جنوب کې لومړی موټر بم برید ترسره کړی او تر هغه وروسته د پېښې په ځای کې نږدې یوه روغتون ته ننوتلي.
د قدوسي په خبره، د برید زیان ملکیانو ته رسېدلی او تر ۸۰ تنه پورې ولسي وګړی ټپيان دي.
بل لور ته طالبان بیا وایي، جنګیالي یې پوځي اډې ته په ننوتلو توانېدلي او هلته د مېشتو امریکایي عسکرو په خوب ځایونو او هستوګن ځایونو یې بریدونه دوام لري.
د طالبانو په قول، په سیمه کې د مسجد یا روغتون ویجاړېدل او ملکي خلګو ته د زیان اوښتل حقیقت نه لري.
Martyrdom attack ongoing inside largest military base of American invaders – Bagram airbasehttps://t.co/9Kqm10mqui https://t.co/D7ikvx4nHI
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 11, 2019
د غلام غنی دا خبره چه طالبانو په ملکی کسانو برید کړی او قربانیان یی ملکیان دی سمه وایی زه یی سل په سلو کی تاییدوم او هغه دا چه:
[[ غلام غنی یو امریکایی دی د هغه ملیکان امریکایان دی دا چه وایی طالبانو په ملکیانو یعنی امریکایانو برید کړی نو غلام غنی ځکه خوابدی دی
د غنی په غلامی کی هیخ شک نشته خو ته غلام ووایه جی د ۸۰ ملکی خلګو زخمی کول تاته په کوم دین روا دی؟ او دا راته ووایه چی سو کافران دی مردار کرل؟ مبالغه به نه کوی. تاسو او حکومت موژ ملت ته دواره غلامان یاست.
د الله نه هیله مند یم چی دا ځلی مو ټرمپ په یوه ټوټ سره ټول د جهنم کندی ته ویسی. همدا طالبان دی چی د سولی خنډ کیږی هر کله چی د سولی خبری شی بیا د دوی حملی پر ملکی او غیره ملکی زیات شی چی دا په خپله د دی سبب ګرځی چی خبری باید متوقفی شی او د جګړی اور ته زور ورکول شی.####چی د یو څو کافرو لپاره مو ولس تباه کړ. پدی یخ ژمی کی د خلکو د کورنو ورانول، ماشومان او نور خلک وژل او ټپیان کول آیا دا جهاد دی؟
اجمل خانه په ويلو او ليکلو کی څه احتياط هم ښه دی چی خدای مکړه کفر ته ولاړ نسو ، د جحنم ته د تللو پريکړه يوازی د الله تعالی ده ، نو ايمان ولی دومره سست سی چی د جحنم مالک ټرمپ وټاکی ، افسوس دی پر داسو خلګو چی ځانته مسلمان وايی او پښتو هم ليکی . د دی خاوری د اتلو بريد پر ګران افغانستان د تيری کوونکو او يرغلګرو په تر ټولو غټه اډه کی خورا زورور بريد و . دا د هغو موئمنو مجاهدينو بريد دی چی يوازی د الله تعالی(ج) د رضاء او د… نور لوستل »
د هغو تقریبا ۸۰ عامو خلگو زخمی کیدل یا مالی تاوان ور رسول په کوم شرعی دلیل روا دی؟
ایا د کافر د زخمی کیدلو یا وژلو لپاره ۸۰ مسلمانان زخمی یا مالی تاوان ور رسول کومه شرعی توجه ورته لری؟
جمیل ته: ګوره جمیله تر سلو زیات بیوزله خلک ټپیان شوی پوهیږی یانه په ولاکه مو دری تنه امریکایی وژلی وی. دوهمه خبره: پدی کار سره د مذاکراتو خبری ممکن بیا خنډ شی. مقصد زما له جهنم څخه توری خاوری دی مړه په خبره هم نه پوهیږی. د جهنم مالکان خو تاسی یی چی د نه کافر پیژنی او نه مسلمان فقط وژنه کوی. بد بختو لا پدی فکر سره. ایمان او غیرت دا ندی چی د امریکی غلام ووسی او یا د پنجابی. ماته حکومت، طالب او امریکی ټول یو دی ځکه چی همدوی دی چی هره ورځ زمونږه… نور لوستل »
وایي لوﺉ به شې او پوﺉ به شې چې سترګې د یار څه معنا.
موژه په کې خداﺉ لټؤ ته ماشوم خبر هم نه یي.
اجمل صیب موږ خو یو رب لرو چی الله دی یوازی او یوازی هغه جهنم ته د خلکو وړلو او نه وړلو صلاحیت له هغه سره دی چی انشاالله تاسو به هم جهنم ته یوسی تاسو څه رقم غیرت لری ولی داسی بیغرته یاست که مو امریکایان په شهادت رسوی زمو ماشومان اوسیاسری راته وژنی هیڅ خبره نه خو که طالبان په امریکایانو باندی برید وکړی بیاټول خفه یاستی که دا بریدونه د سولی خنډ ګزی ولی د امرکایانو بریدونه نه غندی ولی د هغوی بمباردونه او ملکی وژنی د سولی خنډ نه ګرزی رحمان بابا وایی که څوک تله… نور لوستل »
Tooba ته: زما مقصد له جهنم څخه بل څه وو. په هر صورت زه تا د جهنم خبره بیرته اخلم. آیا د یو څو کسانو لپاره لازمه ده چی تر سلو زیاد کسان زخمی، او بی کوره کړی شی؟ بیا په داسی یخ ژمی کی د خلکو د کورونه ورانول، د هغوی د کورونو دروازی او شیشی ماتول جهاد همدی ته وایی. د امریکایانو دی کور وران شی هغوی کافران دی او کافر هیڅله هم د مسلمان دوست کیدای نشی. او راغلو دغه غلام حکومت ته، ګوره هغه څو ورځی مخکی یی د لوګر په برکی برک ولسوالی څلور کسه… نور لوستل »
منافق ورته مه وايه ، فاسق ورته مه وايه ، کافر ورته مه وايه ، ودی شيطان صفتو ته څه وويل شی .؟
د نړيوالی خونخوری او ظالمی امريکی په تر ټولو لويه حربی اډه کی ولسی خلګ ؟؟
پدی خلګو کی د شيطان لعين وعده سمه ده .
جمیله! امریکایان مردار کری افرین خو هلته تاسو وگوری چی سومره بیگناه زخمیان شوی دی. دا دستی بم نه دی چی فقط یو سو متره زای تخریب کری دا موتر بم دی چی چهار اطراف سو سوه متری کی د عامو خلگو چتونه یی راچپه کریدی. تقریبا ۸۰ نفر زخمیان دی. چی هر سو امریکایان مو مردار کری شه خبره ده خو ددی عامو خلگو شهیدول یازخمی کول سره د مالی تاوانه په کوم شرعی دلیل روا بولی؟ کومه شرعی توجه ورته لری؟ د خیتی خبره به نه کوی او نه به یی هم د پنجاب د زاویی راته توجه… نور لوستل »
زه وایم جمیله چی ته ناخبره یی د زانه خبری مه کوه. دیری داسی ادی، اداری، او مخکنی پی ار تیانی اکثریت داسی زایونه وه چی عامه کورونه ورته نژدی وه. دا موتر بم سو سوه متره لیری زای هم تخریبوی. تاسو د کفارو د مردارولو لپاره بیگناه عام خلگ د چتو لاندی کری دی. د یوه شپژی لپاره تول پوستین سوزوی.
دیوه امریکایی یا عسکر لپاره په لسهاوو عام شهیدوی. که کفار خو مرداروی خو داسی نهچی دهغوی سره دصلحی توافقنامه امضا کوی خو خپل ورورنه وژنی. غالبا دا برید فقط د خلگو ددغه انتقاد د رفعی دپاره دی.
###
لعنت دی وی پر دا څو مردارو ډالرو چی انسان خپل دين ، هيواد او خپل ولس ته کرکجن او خائنه کړی .
ارګ په ښکاره ډول وایي، چې همدا تاسو یاست،چې په واشنټن باندې حمله نه کیژي
همدا دوۍ دي؛ چې د کفارو دافعین ګرځیدلي
پرون ټولو رسنیو کې داخبر کیدا طالبان ولې په امریکایانو برید نه کوي.
نن چې برید په وسو دا بیا (بشري جنایت) سو.
زه وام که چیرته د فدایان ما خوا کې واﺉ ما به د دوﺉ لاسونه ښکول کړې واﺉ.
زه وام د ښار دراوزې د خلکو خُلې په قولفانو نه بندیژي.
ښکاره خبر ده اهل حق مسلمانان به حق پلوي کړي او د کفر ملګري به له کفر سره مینه کړي
جنابه نو تاسو اوس سو کفار مردار کری؟ تاسو خو په دی موتر بمب تقریبا ۸۰ ولسی خلګ ژوبل کری دی. د کافر په بهانه مسلمانان خرابوی. دا سنګه جهاد دی، کافرو سره خو هلته قطر کی توافق کوی .
افسوس او بیا هم افسوس چی زموږ بی ګناه او بی دفاع ولس ماشومان تور سری روانان او سپنږیی په وحشیانه ډول بمبارد او په شهادت ورسیږی نو د حکومت نه بلکی اوکمت پکی خوله هم نه چوله کوی او هم نه یی هم غلامی رسنی د خبرونو په سر ټکو یی هم نه یادوی او اوس یی چی په بادارانو حلمه شوی نو ټول زامن ویی ورباندی خفه دی غلامی هم یو اندازه لری افسوس افسوس
بشری جنایت ممکن پدی خاطر چی پکی ډیر بیګناه خلک ژوبل شول د خلکو د کورونو شیشی ماتی شوی.
حکومت کچیری پر امریکایانو باندی حملو ته جنایت وایی بیا نو هغه څلور تنه تنکی د لوګر ځوانان چی غره ته پوټو پسی تللی وو او د حکومت د عسکرو لخوا شهیدان شول هغه ته ولی جنایت نوایی؟