پر بګرام برید!

خالد ځدراڼ

څو ورځې وړاندې د طالبانو د سیاسي ډګر ویاند ښاعلی سهیل شاهین وویل، کله چې زموږ او امریکایانو ترمنځ د سولې لیکلي توافقنامه لاسلیک شي موږ به امریکایانو ته د وتلو لار ورکوو او پر دوی به بریدونه نه کوو، ددې خبرې په کولو سره ټامي ذات خولې خلاصې کړې چې طالبانو د امریکایانو سره اوربند وکړ داخلي عسکر وژني، دلته افغان وژنې ته چل دی.

اصل څه وو؟ طالبانو په بار، بار ویلي چې د افغانستان جنجال دوه جهته لري یو خارجي بل داخلي جهت، دوی وایي کله چې د خارجي لوري سره خبره خلاصه شي بیا به داخلي طرف سره د خبرې مېز ته کېنو او په داخلي اوربند به هم په داخلي (بین الافغاني) ناستو کې خبرې کیږي.

نن کله چې په بګرام امریکایي اډه برید وشو او برید لا دوام لري طالبانو یې مسؤلیت هم ومانه زیاته کړي یې ده، چې په برید کې مو لسګونه داخلی او خارجي عسکر وژلي او لا مو سر تیري ددوی په وژلو بوخت دي. نو سمدستي هغو خولې بغارې شروع کړې چې پرون د امریکایانو سره پر اوربند ترې د مخلفت شعارونه راوتل وایي دا وینئ؟ طالبان سوله نه کوي، دغه دی نن یې اوربند بیا مات کړ نن بیا د امریکایانو په اډه ننوتلي اشغالګر وژني او ځینې د جاسوسې شبکې خبریالانو خو له سهاره راهیسې په طالبانو کې د بې اتفاقۍ میسجونه ورکول، ویل به یې چې د طالبانو نظامي ځواک د خپلو سیاسي مشرانو د امر پابند نه دی، نظامیانو ددې برید په کولو سره روښانه کړه چې موږ د امریکایانو سره اوربند نه منو!!

که لږ هم سړی عقل ولري او کوپړۍ کې یې شګې نه وي نو دا خبره تر لمر روښانه ده چې تر اوسه د خارجیانو سره نه اوربند شوی او نه هغه توافقنامه لاسلیک شوي کومه توافقنامه باندې چې پوره ۹ میاشتې طالبانو او امریکایانو ګډ کار کړی، بریدونه له خارجي لوري هم شروع دي او طالبان هم د خپل انتقام په پار پرې بریدونه کوي او د سور مخو بدبویه غوښې باد، باد کوي. کله چې توافقنامه لاسلیک شي، امریکایان د عسکرو وتل پیل کړي او طالبان د خارجي طرف سره د اوربند اعلان وکړي بیا که د طالبانو له لوري کوم ګوزار پر امریکایي عسکرو وشو هلته طالب ملامت دی هغلته ویلی شو چې طالب د سولې مخلف دی او نه غواړي چې سوله راشي.

داخلک چې بې بنیاده خبرې کوي او رنګارنګ تشویشونه خپاروي اصلا دوی د سولې مخلف دي، دوی په ډیرو خامو دلایلو سره د سولې په لار کې خنډ جوړول غواړي، دوی غواړي چې دلته جګړه اوږده کړي، جنګ کې یې ګټې دي او کورانۍ یې به خارج کې په امن ژوند کوي، بجیان یې د غرب له رنګینیو خوند اخلي، خو ان شاء الله ددوی ارمانونه به له خاورو سره خاورې کیږي سوله به راځي او د اشغال لمن به ټولیږي.
ان شاءالله

د یوه لوی او پرامن افغانستان په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

جهاد یو حقیقی کاروان ده او د الله ج په فضل به د خپل حق په طرف درومی او پاتی شو دا د ارگ تامیان دا به د سپو په شان دا د حق کاروان ته غاپی خو دوی تامیان دی پوه شی چی کاروان د سپو په غپا نه ایساریزی انشاالله العظیم

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، خالد ځدران ته، د راپور سره سم برید کی ټول ولسی وګړی ژوبل او شهیدان شوی دی،دا برید یو نمایشی برید وه،هغه داسی چه. له برید څخه وړاندی دا برید امریکایانو سره مطرح شوی وه،تر څو طالیبان دا په ثبوت ورسوی چه موږ امریکایانو باندی بریدونه هم کوو. برید کی هیڅ کوم امریکایی نه ژوبل او نه قتل شوی دی،که چیری امریکایی قتل او یا ژوبل شوی وای اوس به ټرمپ ټویټ کړی وای.سوله خبری به یی لغو کړی وای، عام ولس په دا ژمی کی ګرم پیتاوی ناست ا و وایی چه، دولت به لغو شی،دولت په… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

ځدران صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی، ستاسی خبری سل په سلو کی سمی دی، امریکایانو مخکی هم به خبرو کی رشتونی نه وو، ځبری چه یی لسو میاشتو ته وغځولی هغوی د پخوانو تش په نامه جهادی رهبرانو په شان د طالب مشرانو په بیه اخستنی هڅی لرلی چه پیلونو ډالر یی واخلی او د کابل د غلامی اداری سره یی خبرو کولو وهڅوی مګر ناهیلی شول ځکه یی د یوه عسکر وژنه بهانه ونیوله، که نه د لسو میاشتو اوږدو کی په لسګونه امریکایی عسکر وژل شوی هغه وخت یی ولی خبری نه لغوی کولی. اوس هم… نور لوستل »