ورزش

ګلبدين نائب: تر څو چې اصغر افغان لوبډلمشر وي لوبډله کې نه لوبيږم

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب پر خپلې فیسبوک پاڼه په یوې وینا کې د کرېکټ بورډ هغې پرېکړې ته غبرګون وښود چې له مخې یې اصغر افغان بېرته لوبډلمشر او راشد خان مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو.

نوموړی زياتوي چې د يوه لوبغاړي په حيث کرېکټ بورډ او پريکړو ته احترام لري، خو تر هغې چې اصغر افغان لوبډلمشر وي په ملي لوبډله کې هيڅکله نه لوبيږي.

ګلبدين نائب دا خبرې داسې مهال کوي چې نن د چهارشنبې په ورځ د کرېکټ بورډ رئيس د راشد خان د ګوښه کولو او اصغر افغان يو وار بيا لوبډلمشر ټاکلو پريکړه وکړه.

ګلبدين نائب پر خپله فيسبوک پاڼه د خپلې پريکړې لامل د نړيوال جام پرمهال د اصغر افغان او ځينې نورو لوبغاړو ناسم چلند بولي.

دغه راز نائب د خبرو پرمهال په تکراري ډول د کرېکټ بورډ پخوانی رئیس عاطف مشعل لوبډله کې په ډلبندۍ او د نورو پر وړاندې د اختلافاتو موندلو په سر تورن کړ.

نائب اصغر افغان تورنوي چې د يو ورځني نړيوال جام پرمهال يې دده هيڅ ملاتړ ونکړ او له پاسه يې پرې ملنډې وهلې، نوموړي په دغه خبرو کې راشد خان او محمد نبي چې د نوموړي ملګري دي هم ياد کړل.

دا ستونزې هغه مهال پېل شوې چې د کرېکټ بورډ پخواني مشر غزيزالله فضلي د نړيوال جام څخه يوازې ۳ مياشتې وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای يې ګلبدين نائب لوبډلمشر وټاکه.

https://www.facebook.com/Gulbdin.Naib/videos/811960269251630/

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close