کرېکټ بورډ ولې يو وار بيا د لوبډلمشرۍ په ډګر کې پر اصغر افغان باور وکړ؟

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ مشر فرحان يوسفزي نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال اعلان وکړ چې د راشد خان پرځای يو وار بيا اصغر افغان د ملي لوبډلې مشر وټاکل شو.

دا په تېرو ۸ مياشتو کې د ملي لوبډلې څلورم لوبډلمشر دی چې د کرېکټ بورډ لخوا ټاکل کيږي، له اصغر افغان وروسته ګلبدين نائب، راشد خان، رحمت شاه او يو وار بيا اصغر افغان.

د روان کال په اپريل مياشت کې اصغر افغان له څلور کاله لوبډلمشرۍ وروسته ګوښه او پرځای يې ګلبدين نائب لوبډلمشر وټاکل شو، دغې پريکړې هغه مهال په نړيواله کچه غبرګونونه راوپارول.

له هغه وروسته د نائب په مشرۍ چې لوبډله کې ګڼ شمېر اختلافونو شتون درلود نړيوال جام ترسره شو چې افغان لوبډلې په کې ۹ واړه سيالۍ وبايللې، د هغه وخت لوبډلمشر نائب دغه پړه پر پخواني مشر عاطف مشعل، اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان واچوله.

خو نن د ديسمبر په ۱۱مه د چهارشنبې په ورځ د يوه خبري ناستې پرمهال د کرېکټ بورډ لخوا اصغر افغان چې د لوبډلمشرۍ په برخه کې کافي تجربه لري يو وار بيا لوبډلمشر وټاکل شو.

دغه پريکړه څو لاملونه لري:

  • د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوي مشر روزونکي وړمه ورځ په مرکه کې وويل چې افغان لوبډله غوره، مهارت او وړتيا لرونکي لوبغاړي لري، کولای شي پياوړې لوبډلې ماتې کړي، يوازينې څيز چې دغه لوبډله يې ولري پرځای پريکړه، د لوبغاړو پيژندل او پروخت لوبول دي.

د کلوزنر دغه خبرې په دې دلالت کوي چې لوبډله يو تجربه لرونکي لوبډلمشر ته اړتيا لري، تر څو حوصله ولري او پرځای پريکړې وکړي.

  • د افغانستان کرېکټ بورډ مشر په ننۍ خبري ناسته کې وويل چې راشد خان د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر و، ملي لوبډله تجربه لرونکي لوبډلمشر ته اړتيا لري، تر څو په راتلونکي شل اوريزو نړيوال جام او اسيا جام کې لوبډلې ته برياوې راوړي، فرحان يوسفزی زياتوي چې هغه د ملي لوبډلې سربېره په بهرني ليګونو کې هم بوخت وي.

د نوموړي دا خبرې پر دې دلالت کوي چې راشد خان ملي لوبډلې ته بشپړ وخت نشي ورکولای او په تمريناتي لوبو کې به د لوبډلې سره يوځای نه وي.

  • له دې وړاندې چې کله راشد خان لوبډلمشر وټاکل شو په خپله يې اصغر افغان د خپل مرستيال په توګه وټاکه، نوموړي هغه مهال وويل چې اصغر يو تچربه لرونکی لوبغاړی دی او له ماسره به په دغه ډګر کې بشپړ مرسته وکړي.

د راشد خان له دې خبرو داسې بريښېده چې پر ياده پريکړه خوښ نه دی خو د اختلافاتو له منځه وړلو لپاره يې دغه ډګر ته ملا وتړله.

د راشد خان تر لوبډلمشر کېدو وروسته نوموړي په توپ اچونه کې هغه ډول کارکردګي ترسره نشوه کړای کومه يې چې د اصغر تر لوبډلمشرۍ لاندې کوله، ممکن د لوبډلمشرۍ فشار احساس يې کاوه.

دا هغه لاملونه دي چې کرېکټ يې بلاخره يو وار بيا اړ کړ تر څو اصغر افغان په دريواړو برخو کې لوبډلمشر او راشد خان يې مرستيال وټاکي.

د يادونې وړ ده چې اصغر افغان له ۲۰۱۵م کال وروسته تر ۲۰۱۹م اپريل مياشت پورې د افغان ملي لوبډلې مشري کړې چې په ۱۰۹ يو ورځنيو لوبو کې يې ۶۹ برياوې خپلې کړې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د