افغانستان

بدخشان کې طالبانو د دریو قوماندانانو په ګډون دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې طالبانو د دریو قوماندانانو په ګډون دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «نن سهار د بدخشان ولایت نسی ولسوالۍ په مروبوطاتو کې د دښمن په خلاف عملیات پیل شول. د شوریان په نوم مهمه دره بشپړه د دښمن له وجود څخه پاکه شوه. ۳ اربکیان قتل، یو شمیر ژوبل او د۳ قومندانانو په شمول۳۰ نور ژوندي ونیول شول.»

د مجاهد په خبره، په یاد برید کې یې ګڼ شمېر وسله هم لاس ته ورغلې.

یاده دې وي، چې د بدخشان ولایت امنیتي چارواکو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

دا زوانان مه وژنی مسلمانان دی کور لری خور لور او مور لری د یوی ګولی دودی او معاش په سر اخیستی دی. خپلو نفرو سره یی تبادله کری. له دغو نفرو که تعهد واخیستل شی زه مطمین یم چی بیابه توبه وکی دی لیکو ته به نه رازی. په وژلو سه په لاس درزی خو په معافیدو او ورته په نصیحت کیدو کیدایشی ددین او وطن حداقل د خپلی کورنی په درد وخوری.

جميل

ستاسو ماغزه دومره ډير سویدی چی تر پايڅو مو راوزی .
کله مو ليدلی ، اوريدلی او لوستلی دی چی طالبانو دی بنديان وژلی وی . د دی مبارکو په نيکو اخلاقو کافر بندیان اسلام قبولوی . ستاسو تهمت بيځايه او ډير ## دی .
ښه پوره ډک سوی او پوخ غلام يی .

اجمل

دوی کچیری کار او بار درلودای بیانو عسکری ته نه تلل. په اسلام کی د اسیرانو وژل روا ندی. هغوی تسلیم شوی دی چی ژوندی پاتی شی. هغوی افغانان دی، انسانان دی پریږدی چی په خپل طبیعی مرګ سره مړه شی نه دا چی تاسی یی ووژنی. هغوی رخصت کړی، جامی ورته ورکړی، د لاری کرایه هم ورکړی پر مخونو یی مچ کړی ورته ووایی: یو بل کار پیشه کړی عسکری مکوی ورځی. دا به غوره خبره وی. والسلام

مجاهد

د سرمایداری نظام نوی استعماری فارمول همدغه د ټولنو طبقاتی کول یعنی د خپلو غلامانو بیلونر کول او چارواکی کول او نور نهه نوی سلنه خلک د فقر او سواد له سری کرشی ښکته کول او شکته ساتی . په دی واسطه دغه نابوهه او وږی ځوانان چه کورنی یی هم د فقر او ناپوهیو سره مخ دی د هغوی د وزنی او مرګ د مخنیوی د پاره چبرا دغه بی ننګی منی چه د دری سوه ډالرو د پاره خبل مظلوم اولس او د خپلواکی مجاهدین وژنی که دوی بوهه لرلی له لوږی مرګ ورته له دغه بی ننګی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x