د واشنګټن پوست په اسنادو کې څومره حقائق منعکس شوي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د تیرې دوشنبې په ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼې پرافغانستان د امریکا د جګړې په اړه یولړ محرم اسناد افشاء کړل چې له مخې یې د یادې جګړې په اړه د امریکا د دفاع وزارت پر واقعیت نه ولاړه پالیسي د امریکایي سیاست والو پوښتنې را پارولې.

دغه محرم اسناد چې په ۲۰۰۰ مخونو کې له ۴۰۰ خبیرو کسانو سره د مرکو په استناد ترتیب شوي په تیرو ۱۸ کلونو کې د امریکا د دریو ولسمشرانو هریوه ډبلیوبوش، بارک او باما او اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومتونو په مهال په افغانستان کې د امریکا د جنګي، بشري او اقتصادي تلفاتو او لګښتونو ارقام په ګوته کوي.

سره له دې چې د امریکا دفاع وزارت د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو سره دا خبره رد کړه چې ګواکي دوی د افغانستان د جګړې په اړه له امریکايي ولس څخه حقائق پټ کړي او یا یې هغوي ته غولوونکي معلومات ورکړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې واشنګټن پوست په خپل دې (۲۰۰۰) مخیز راپورکې د افغانستان د جګړې او یا په افغانستان کې د امریکايي اشغال له امله را زیږیدلې ستونزې په څومره اندازه منعکسې کړې؟

ځکه یاد راپور تر ډیره د امریکا په مالي مرستواو په جګړه کې د بشري مرګ ژوبلې په اړه ترکیز لري او نور هغه شرموونکي حقائق چې د امریکایانو له راتګ سره په افغانستان کې پیښ شوي هیڅ اشاره نه ده ورته شوې.
مثلا په افغانستان کې ریکارډ جوړوونکي اداري فساد، په هیښوونکي ډول د نشه يي توکو پراختیا، په پوځي عملیاتو کې د امریکايي سرتیرو جنګي جرائم، په افغاني ټولنه کې د ایچ آی وي ( ایډیز) انتشار، د فاسدو دولتي چارواکو لخوا د ولسي شتمنیوغصبول، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي او نور زیات شمیر هغه اخلاقي جرائم چې د امریکایانو له راتګ سره په افغانستان کې ترویج شوي، په یاد راپور کې کم تر کمه د هغوی یوه پیښه هم نه ده یاده شوې.

حتی کوم ارقام چې د جګړې د ښکیلو خواوو ( امریکایانو ، افغان دولت او طالبانو) او همدا راز ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راوړل شوي هغه هم تر واقعي ارقامو کم دي.

د بیلګې په ډول په یاد راپور کې په تیرو اتلسو کلونو کې د وژل شویو افغان سرتیرو شمیر (۶۲۱۲۴) ښودل شوی ، حال دا چې ولسمشرغني یواځې د خپلې پنځه کلنې دورې وژل شوي افغان سر تیرې (۴۵۰۰۰) بولي.

همدا راز د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمیره(۴۳۰۷۴) ښودل شوې حال دا چې دا شمیر ترهغې اندازې ډیرکم دی چې یواځې د ټرمپ لخوا د افغانستان لپاره د جنګي ستراتیژۍ د شدت په مهال په ړندو بمباریو ، شپنیو چاپو او داعشي بریدونو کې وژل شوي دي.

که د واشنګټن پوست لخوا نشرکړل شوي اسناد په افغانستان کې د جګړې او امریکايي اشغال له بوږنوونکو واقعیتونو سره پرتله شي، ښايي ډیرڅه لا همدا سي ناویلي پاتې وي چې د امریکا سیاسي او پوځي چارواکي او همداراز د هغوی تبلیغاتي ماشین یې له نړیوالو او خپله امریکايي ولس څخه د پټولو هڅه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ځلاند صاحب ، ستاسی له تاریخی مسندو معلوماتو نړی مننه، مونږ به یی د یوی بلی زاویی هم دا مسله درسره وځیړو او وارزوو : داسمه ده، چه دوه غلامان یا دوه ساتلی سپی په شریک هډوکی هم تل سره خړاوی کوی له همدی خړاو یی خاوند هم ګټه پورته کوی او هم تری خوند اخلی. اصلی موضع: دیر همداسی فکر کوی لکه تاسی چه لیکلی او په ښکاره هم داسی معلومیږی چه هند او پاکستان د یو بل دشمنان او په ځانګړی ډول د افغانستان په سر رقابت او مسابقه لری دا د سیکی یو مخ او د سیکی… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

رښتنې حقایق په کې نه دی بیان شوي او هغه دا چې، امریکا او شریکان یې په افغانستان کې له خپلو ټولو جنګی تجربو ، چنګی پر مختللي وسلو او ټول زر او زور څخه یې کار واخیست خو نتیجه صفر راوخوت، مقابل طرف، چې نه وسله، نه چنګی جنرالان او نه زر او زور، بیا هم کامیاب او دښمن ته یې شرمونکی ماتې ورګړه، چې دا هر څه په الله تعالی پوری راسخه عقیده او په لاره که یې جهاد کولو نتیچه ده نه د دښمن پاسنی اعترافونه، په دی سره غواړی چې د اسلام د دین حقانیت پټ… نور لوستل »