طالب ته! عبدالمالک همت

استا‌ذ عبدالمالک همت

سلام، رحمت دي وي پر تا ای قهرمان طالبه
چي ښکېلاکګرو ته دي وښود خپل ايمان طالبه

تا چي په وړاندي د دښمن پر هيواد سر کښېښود
سر دي کړ لوړ د افغانانو پر جهان طالبه

دا ستا د وينو څاڅکو دادی خپلواکي وګټل
ودي ژغورله له ښکېلاکه افغانان طالبه

لو انګازه دي په نړۍ کي د غيرت پورته سوه
دي ولسونه ستا مېړاني ته حيران طالبه

تا د خپلواک ژوندون لپاره پر ځان مرګ ومانه
خو ودي نه مانه د کفر واک پر ځان طالبه

تا خپل ټټر وطن ته سپر کړ سوې شهيد آفرين
رښتيا چي وې د موري زوی، مرد ميدان طالبه

او چي پر مورچه دي ورودانګل د غليم په نره
ودي ګټی نوم پر نړۍ د غازي ځوان طالبه

سوه دي په برخه په کونينو کي هم وياړ هم جنت
هم دی خوشاله در څخه غني سبحان طالبه

څومره ښه خوندي کړي چي اسلام وي حاکم سوی پر ملک
دا ارمان پوره سي د بې وزلي مسلمان طالبه

د سيکولر، شر او فساد، غلو البوشاکه نه وي
په هره خواکي د هيواد وي کار روان طالبه

هيواد سمسور وي او«همت» بيرته ځوان سوی اوسي
ودان سي، جوړ سي دا ګلبڼ افغانستان طالبه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

ما شاءالله.