افغانستان

طالبان: که په مذاکراتي پروسه کې له رښتینولي کار واخستل شي؛ د افغانستان غمیزه پای ته رسېږي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲1 ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، که په مذاکراتي پروسه کې له رښتینولي او تحمل څخه کار واخستل شي او د بریدونو په بهانه مذاکرات پرېنښودل شي؛ د افغانستان اشغال او غمیزه پای ته رسېږي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې د «بګرام» پروني برید ته په اشارې لیکل شوي «تېرځل چې مذاکرتي پروسه نهايي کیدو ته نژدي شوه، امریکایانو د بریدونو په بهانه مذاکرات پریښودل، خو په پایله کې یې نه یوازي دا چې جګړه کمه نشوه، بلکي تراوسه هم څو ځله ورته خونړي بریدونه له دواړو خواوو ترسره شوي، نو که مذاکراتي پروسه د بریدونو په وجه زیانمنه کیږي، کیدای شي د جګړې د لا خونړیتوب سبب وګرځي.»

تبصره وړاندې زیاتوي «که په مذاکراتي پروسه کې له ریښتینولي او تعجیل نه کار واخیستل شي، او بیا په یوه او بله بهانه تخریب نشي او نه د کابل ادارې په څیر خلکو ته اجازه ورکړله شي چې په بیلابیلو پلمو یې تخریب کړي؛ نو ښایی چې د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو او د دې اوږدې غمیزي د نهایی کیدو لامل وګرځي، او په افغانستان کې د یو تلپاتي دایمي ثبات لاره پرانیزي.»

د طالبانو له قوله، دوی په تفاهم له هغه مهاله باور لري، چې امریکا ورباندې باور نه درلود «دا خونړۍ جګړه له لومړي سره له دې راپیل شوي، چې امریکا پر تفاهم باور نه درلود، په داسي حال کې چې اسلامي امارت همیشه همدا د حل لاره بللې وه، بلاخره به هم د افغانستان د معضلې همدا یوازنۍ لاره وي.»

طالبان داسې مهال په مذاکراتو کې پر امریکا د ريښتینولي غږ کوي، چې په قطر کې یې له یاد هیواد سره مستقیم مذاکرات روان دي او تمه ده په لنډ وخت کې دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

تاسو اوس ماغزه لری که نه؟ اوس هم ترمپ باندی د ریشتنولی فکر کوی. هغو ته خپل ظاهری ګتی مهمی دی په هغو کی ریشتنولی او صداقت نشته. هسی خپل ورونه مه سره وژنی حکومت دی هم د تحمل ځځه کار واخلی او خپل ورونه دی نه بمباروی. دواره سره صلحه وکی یو پر بل انتقاد پریزی جنګ مو د نورو دپاره دی.

عبدالواحد

طالبان وروڼه له کفارورښتینولی غواړی دانده ممکنه زماپه نظرامریکاهډی نه پریږدی په هرڅومصرف چه ورته تمامیږی بهتره ده طالبان غیرمستقم له ایرانه، روسه،چینه،ترکیی دفوجی وصایلوکومک وغواړی،لکه ماچه پخواذکرکړی وو: ولی ټرمپ دطالبانواوخلیلزاد د۹میاشتوخبروتصویب سوۍ تړون کینسل اوودراوۍ: زماپه نظردادخلیلزادهدایت دۍ ټرمپ اوملګروته یی چه دواش براین په واسطه افغانان دامریکایی هډوپه پریښوولورازی که ،تر۹میاشتوخبرووروسته ټرمپ له تصویب سوی تړونه انکارکوی،اوس یی بیاله سره شروع کوی،زموږدلیسی(خوشحالخان) ډیربادیانته متعلیمینوچه به دروسیی برس(په عالی تعلیم پوسی ولاړل)واخستۍ دتعلیم ترخلا صیدووروسته به ملحدین(کافران) راغلل،زموږدلیسی یوبادیانته متعلم(قادرخان) قرآنکریم یی په یادزده وو(حافط د قرآن وو)اوهمیشه به یی ډیرنفلونه کول له روسیی یی پس له لسوکلوماسټری… نور لوستل »

اجمل

تاسی طالبان چی د مذاکراتو په وخت په بګرام حملی کوی بیا نو د امریکایانو نه هم د ریښتنولی توقع مکوی. مذاکرات خو تاسی ## تر## کړی.

مجاهد

عبدالله جانه حیرانونکی خبره کوی، غلام غنی د چا ټوپک، کارټوس او یونیفورم د چا د وژلو د پاره کاروی، د چا له خوا یی دا دنده او د څه د باره ترلاسه کړی لمړی د داسی بی ننګه او بی غیرته انسان سره روغه داسی مثال لری لکه څوک چه د فاحشی میرمنی او لا یی د لوندانو سره روغه جوړه کوی او که دا هم ومنو چه غلام غنی سره روغه وکړو غنی به له خپلو لونډانو اجازه او صلاحیت ولری او دا کار به د اشغالګرو د وتلو سبب جوړشی ؟ دا ټولی هغه پوښتنی دی او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close