د تاریخ شل ناولې څېرې

عزت الله سليمي

۱- قابيل

قابيل د دنيا په تاريخ کې اول هغه څوک و، چي د قتل اساس او بنياد يې کيښود.

۲- شاول الطرسوسي(بولس)

دا بدبخته اولنی شخص و، چي مسيحيت او نصرانيت يې د وحدانيت څخه و تثليث ته را واړوه او د الله جل جلاله ذات يې د أقانيم ثلاثة و څخه مرکب و بللو، چې يو الله بل عيسى بل جبرائيل دى. تعالى الله عمايقول الظالمون علوا کبيرا.

۳- عمرو ابن لحي الخزاعي

دا د مکې مکرمې مشر او عزتمند شخص و، هره خبره يې عملي کيدله، چا يې مخالفت نشو کولاى، دا ملعون اولنى شخص و، چي د ابراهيم على نبينا وعليه الصلاة والسلام شريعت او مذهب يې د ” حنفيت ” څخه و ” وثنيت ” شرک بت پرستۍ ته تحريف کړ.

۴- فرعون

ټول پر دې متفق دي چې فرعون په طغيان او سرکښۍ کې نظير نه درلود. دا بدبخته هغه څوک و چې د خدايي دعوه يې وکړه.

۵- نسطورس(بطريق القسطنطينية)

دا د مسيحيت او نصرانيت د عظيمې کنيسا ” کاثوليک” او د “کاثوليکية ” د فرقې مٶسس بلل کيږي، چي نصرانيت يې له اصل څخه تحريف کړ.

۶- ديسقورس

دا بيا د مسيحيت د بلې فرقي ” الأرثوذوکس ” مٶسس بلل کيږي.

۷- نمرود ابن کنعان

دا د بابل بادشاه و او يو د هغه څلورو څخه و، چي پر ټوله مځکه يې حکومت وکړ او د خدايي دعوه يې وکړه. دا هغه نمرود دى چي د ابراهيم عليه السلام د سوزوٙلو أمر يې وکړ،قیصه يې په قرآن کريم کي ذکر شوې ده.

۸- هولاکو

هولاکو هغه څوک و، چي خلافت عباسي يې را ړنګ کړ او په بغداد کي يې قتل عام وکړ. دومره دينې کتابونه او رسالې يې و اوبو ته و غورځولې چې حتى د اوبو رنګ يې بدل کړ، و بالأخره داسې جرم نه و چې هولاکو يې مرتکب شوى نوي.

۹- عبدالله ابن سباء (ابن السوداء)

دا د يمن يهودي وو، دا ملعون هغه څوک و، چي هغه فتنه يې د مسلمانانو په مينځ کي خپره کړه چي 80000 زره صحابه يې کرام او تابعين يې په نتيجه کي په جنګ ” جمل او صفين ” کي په شهادت ورسيدل. او اول هغه څوک وو چي د روافضو د ” اثناعشريه ” ډلې تهداب يې کيښود.

۱۰- کارل ماکس

دا د شيوعية او د هغې د مبادئو مٶسس بلل کيږي. شيوعيت يو لادينې فکر دى چي په ټولو أشکالو سره د اسلام سره ټکر لري.

۱۱- لينين

دا هغه څوک وو چي د مارکسيزم فلسفه يې له کتابچې څخه و عمل او واقع ته را وايستل، چي د اسلام أساس له مينځه وړي.

۱۲- قدار ابن سالف

دا هغه بد بخته دى چي د الله جل جلاله په کلام کښي ورته ” أشقى ” ويل شوي دي، او د صالح عليه السلام معجزه ” أوښه ” يې عقر کړه يعني پښې يې ورڅخه پرې کړي او بيا يې ووژله، چي بيا ألله جل جلاله ده ته او دده و قوم ته هغه عذاب ورکړ، چي نه له دوى نه مخکې چاته ورکړل شوی و او نه له دوى وروسته تر ننه پوري. په قران کريم کي يې يادوٙنه شوې ده.

۱۳- تشارلز داروين

دا په اصل کي يهودي و، بيا يې وروسته په ګمراهۍ کښي نوره ترقي هم وکړه أو د ألله ج له وجوده منکر سو. دا د مچانو ( ملحدانو) معنوي پلار بلل کيږي، د الحاد مفکوره د همدغه بدبخته ابتکار وو.

۱۴- دفرانشکو هرنانديز

دا هغه هندي طبيب وو چي د ” تمباک ” له بوټي يې د نشې کار واخيست، او ټولې نړۍ ته يې دا دود را نقل کړ، چي تر ننه پوري أکثره خلک د ” سګريټو او نسوارو ” په عمل روږدي دي.

۱۵- جفري اهرست

دا هغه څوک وو چي د هند خلک ورته معتقد وه او ډير احترام يې ورته درلود. او ډير زر او مال و دولت به يې ورکاوه، مګر دې خائن د هغو د حسن اعتقاد په مقابل کي د ” بطاط ” په نامه خوراکې توکي ورکړل، چي زهر يې ورسره خلط کړي وه، بيا دى و تښيده مګر ۱۵ميلیونه انسانان يې د کوې ” جدرى” په ناروغۍ اخته کړه.

۱۶- بوذا

دا د بودايت د مفکورې بنسټګر بلل کيږي.

۱۷-السامري

دا اول هغه شخص و، چې يهوديت يې د خپل هوا و نفس مطابق تحريف کړ.

۱۸-زرادشت

دا د مجوسيه و مٶسس بلل کيږي.

۱۹- ادولف هتلر

دا هغه خونخوار او وحشې قاتل دى، چې د دویم نړۍ وال جنګ سبب بلل کيږي، چي په نتيجه کي يې تر ۵۰ میليونه زيات انسانان ووژل شوه.

۲۰- مصطفى کمال أتارک

دې ملعون خلافت عثماني نسکور کړ، چي تر ننه پوري بيا مسلمانانو ښه ورځ نه ده ليدلې او نه هم تر يوه بيرغ لاندې متحد شوي دي.

عزت الله سليمي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

کارمل
نجيب
دوستم
رباني
مسعود
کرزی
غني

دا هم پکې زيات کړی

اجمل
میلمه
اجمل

غوربندی صیب: کچیری داسی وی بیا نو د هغوی ذکر هم لازم دی چی د لومړی ځل لپاره یی د اسلام په تاریخ په داخل د جوماتونو کی د انتحار او ځان وژنی فتوای ورکړې.## ته ماته ووایه چا پدی وطن کی ظلم ونکړ؟

سنګین
میلمه
سنګین

دا آخر کی دی خپل نوم باید نه وای لیکلئ.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

محترم سلیمی!
د افغانستان ناولی څیری هم معرفی که: لکه ګلبدین، ربانی، سیاف، مسعود، ګیلانی، صبغت الله مجد دی، کارمل، امین، نجیب، تره کی، کرزی، غنی، عبدالله۲X، رازق، تورن اسمعیل، زرداد، ملاملنګ،……….. او نور

masoom
میلمه
masoom

عزت الله سلیمی وروره!
د یوویشتمې پیړۍ ناولې څیره مو ولې له یاده وتلې ؟
کوم داسې ظلم چې په افغانانو یې نده کړئ

عبدالله
میلمه
عبدالله

حدیث شریف:
لا تسبوالاموات ( مرو ته بد مه وایاست).

مری پریژدی هغوی به خپلی سزاگانی گوری. دا ژوندی یاد کری تر سو خلگ یی وپیژنی لکه حکمتیار ، کرزی، عبدالله، سیاف، محقق، چوته ربانی……
عباس ستانگزی، شاهین….

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلیمی وروره! تاریخ، یوه مقوله ده او بشریت بله مقوله. یو څوک شاید زما او ستا تر سترګو منفور وی خو د تاریخ په اوږدو کی د نورو انسانانو تر سترګو منفور نه بلکه محبوب دی یا ؤ. دا ډول قضاوتونه په مذهبی استدلال او مذهبی انګېزو د منلو وړ نه دی. زردشت او بودا د خپل وخت ستر روحانیون او معنوی رهبران وه خصوصاً بودا یو ډېر زاهد او پرهېزګار شخص ؤ. همدارنګه علمی څېرې هم هیڅکله د نفرت وړ نه دی البته نقد بله خبره ده. دا ټکی باید په نظر کی ولرو چی بشری ټولنی شاید پخپلو… نور لوستل »