عبدالله: اشرف غني د افغانستان لپاره ګواښ دی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې «د ثبات او همپالنې ټيم» نوماند عبدالله عبدالله ويلي، دا ځل هېڅ ډول سياسي معامله نه کوي او خپل ټاکنيز سيال اشرف غني يې د افغانستان لپاره ګواښ بللی دی.

عبدالله عبدالله له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، اشرف غني د ده لپاره نه، بلکې د افغانستان لپاره ګواښ دی او هېڅکله به جعلي ټاکنيزې پایلې ونه مني.

نوموړي زياته کړې، که اشرف غني عادلانه او شفافې ټاکنې وګټي، دی به مبارکي ورکړي او هېڅ ډول جنجال به ونه کړي.

نيويارک ټايمز ليکلي، د عبدالله عبدالله پلويان او سلاکاران اندېښمن دي، چې کېدای شي نوموړی يو ځل بيا د څوکۍ پر سر سياسي جوړجاړی وکړي، خو عبدالله ټينګار کوي، چې دا ځل به تر وروستي بریده مبارزه کوي او هېڅ ډول سياسي جوړجاړی به ونه کړي.

دا په داسې حال کې، چې د ميزان په شپږمه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوي، د درې مياشتو په تېرېدو لا هم د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو کميسيون وايي، د پايلو اعلانولو ته چمتو دي، خو د عبدالله عبدالله سربېره د ولسمشريزو ټاکنو نور نوماندان ګلبدين حکمتيار او رحمت الله نبيل وايي، جعلي او له درغليو ډکې پایلې به هېڅکله ونه مني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په اشغال شوی هیواد کی ټاکنی د هیوادوالو او نړیوالو سترګو ته د خاورو شیندلو ماهیت لری چه له مطلقه مستعمره هیواد څخه په ټاکنو خپلواک هیواد جوړوی، هغه هیواد کی چه وچه، لمده او فضا یی د یر غلګرو په الوتکو، ټانکو نظامی مهماتو او عسکرو پټه وی د ټاکنو د باره بودیجه یی د اشغالګرو له خوا او د اشغالګرو په څارنه او ساتنه ترسره کیږی هغوی کی مونږ ګټونکی او بایلونکی ګورو ، په داسی حال کی چه ګټونکی او بایلونکی دواړه د اشغالګرو مریدان او غلامان دی. تاکنی په مستعمره هیواد سرباری توهین دی او په… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

له خندا، خندا ….. می پوښتۍ شنی شوی ، ایجړا او غلام عبدالله وایی چه: [ ایجړااو غلام غنی که ریس شی بحران او که عبدالله غلام ریس شی بیا بحران نشته]
لمړی دا خبره ولی نه کوی چه هیواد د بحران په ځنکدن کی پوره نیمه پیړی تیره کړه او تیروی . غلام او ایجړا عبدالله ریاست نه رسیدلو ته بحران وایی.
دغه ټاکنی د بادارانو له خوا مهندسی شوی چه په کوم غلام ډیر باور وکړی او د دوی ګټی ښی خوند او د دوی د پاره مظلوم اولس ووژنی