په افغانستان کې ستره لوبه: راجیو ګاندي، جنرال ضیاالحق او ناتمامه جګړه

د کالول بهتچیرجی کتاب

ډاکټر فیض ځلاند
کتاب د سویل ختیځی اسیا په زړه کې د افغانستان په ناتمامه جګړه او په سیمه کې د پاکستان او هندوستان په متضادوسیاستونو را چورلي، د کتاب لیکوال په هندوستان کې د امریکا د سفیر ډین ( Dean John Gunther ) اسنادو ته لاس رسی پیدا کړی، او په دې توګه یې د ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۸۸ کلنو په اوږدو کې د هندوستان او داکتر نجیب د حکومت ملګرتیا، د شوروي او هند په ګډې همکارۍ، د ضیا الحق او مجاهدینو ترمنځ په ملاتړ او د سي ای اي په پټو جګړو کې د ښکیلتیا ناویلي را څپړلي دي.
د کتاب محوري لوبغاړي د هنددوستان لومړی وزیر راجیو ګاندي او د پاکستان پوځي ټولواک جنرال ضیالحق دي. د امریکا سیمه ایزې پالیسۍ ته د هندوستان لخوا ( له شا د برچې ) د ګذار نوم ورکړل شوی و، کله چې امریکا په پاکسان لږیدلي بندیزونه پورته کړل، د جنرال ضیا سره یې د شوروي په خلاف د افغان مجاهدینو په سمبالښت او ملاتړ لاس پورې کړ، پدې وخت کې راجیوګاندي د داکتر نجیب د حکومت د ملاتړ د پاره رامخکي شو، ګاندي کوشش وکړ چې د شوروي د ملاتړ تر څنګ د ډاکتر نجیب د مجاهدینو، پاکستان او امریکا بریدونو ته یواځي پرینږدي، تر اخرې شیبې یې د نجیب ملاتړ په دیپلماتیک، نظامي او ملکي چارو کې ترسره کړ، خو دا چې شوروي د ګورباچوف په مشرۍ د نجیب له ملاتړه، د جینوا د سولې د تړون ( ۱۹۸۸ د اپریل ۱۴)په لاسلیک کولو سره په شا شوه، راجیوګاندي هم مجبور شو، په سیمه کې د هندوستان د ګټو د خوندیتوب او د پاکستان د ماتولو د پاره له ریګن سره پټه دیپلماسي پیل او د هندوستان او امریکا د ګډو همکاریو نوی برید وټاکي، سفیر ډین د همدې همکارۍ محوري لوبغاړی و، دا همکارۍ ورځ تر بلې وغوړیده، چې ان دا دی د سپتامبر له یولسمۍ، ۲۰۰۱ څخه را پدیخوا په نړیواله ستراتیژیکه ملګرتیا بدله شوه، دا ټول د کتاب د لیکوال په نظر د سفیر ډین د ځانګړي شخصیت اغېز دی.
په ډیلي کې د امریکا سفیر ډین په دې برخه کې د راجیو ګاندې تر ټولو نژدي ملاتړی او ملګری پاتې شوی و، چې په پټه او ښکاره به یې له راجیو ګاندي سره د امریکا د ګدې همکارۍ تګلاري پلي کولي، تر څو امریکا د پاکستان له ملګرتیا خلاصه کړي.
د کتاب لومړی څپرکی د ضیالحق د مړینې (اګست ۱۷،۱۹۸۸) په څرنګوالي را څرخي، دارنګه د ضیا او امریکا ترمنځ د ژورو اړیکو، د افغان جګړې او سولې اړوند د امریکا او ضیالحق په اړیکو، د هندوستان او امریکا ترمنځ د اختلاف او بیا د هندوستان او پاکستان ترمنځ د افغانستان په جګړه کې د ښکیلتیا په ژورو خبرې لري.
د ضیالحق مړینه د سفیر ډین له دندې د ګوښه کیدو او جنجال سبب شوه، ډین پدې باور و چې ضیالحق د امریکا پټو ادارو یا اسرایلو وژلی، د ضیا په وژنې سره، د ډین د سولې پلان، د سویل ختیځي اسیا د پرمختګ او اقتصادي تړون بحث ناکام شو، پدې توګه، ډین ناروغ اعلان شو، ډین هم له دندې لاس په سر شو، په فرانسه کې ژوند اختیار کړ، کالول ( د کتاب لیکوال) د ډین له دې ناخوښۍ خبریږي، پدې توګه ددې کتاب لیکلو ته لار پیدا کوي، کالول د ډین ټول اسناد چې ډین د خپلې دندې په اوږدو کې له ځآن سره کاپي کړي و، هغه تر لاسه کوي، په دې توګه د کتاب په منځپانګه کې ګڼ داسې حقایقو ته لار پیدا کوي چې د امریکا، پاکستان، هندوستان، شوروي او افغانستان په اړیکو، مسایلو او پیښو کې ژور اغېز لري.
کتاب کې ددې پوښتنې ځواب موندلی شي چې پاکستان اخر له افغانستانه څه غواړي؟ یا دا چې پاکستان په ۱۹۸۰ لسیزه کې له کومو لارو ګودرو د مداخلې تګلاره خپله کړه؟ څه یې تر لاسه کړل او څنګه یې امریکا پخپل دام کې راګیره کړه. ددې تر څنګ د هندوستان سیمه ایزه دیپلماسي او له پاکستان سره په سیمه او افغانستان کې د قدرت د توازون بحث هم لوستلی شي چې د سفیر ډین له اسنادو په کې ډېر مهم لاسوندونه هم له نظره تیرولی شي.
د شهید داود خان او پاکستان د اړیکو د خرابیدو، بیا د داود خان په وړاندې د کودتا ترسره کیدل، هغه څه و چې پاکستان یې په سیمه او نړۍ کې له نیم ژوانده ژوند څخه را وباسه، پاکستان چې په ۱۹۷۱ز کې مات شو، د مخ په ورکیدو په درشل ولاړ و، چې د داود خان خلاف کودتا، د شوروي یرغل، پاکستان دومره ځواکمن کړ چې د ۱۹۸۰ ز لسیزې په پای کې د اتومي وسلې د ترلاسه کولو پټ مزل یې را برسیره کړ، او په اتومي ځواک بدل شو.
کتاب په ۲۹۹ مخه، او شپږو څپرکو کې لیکلی شوی دی، په کتاب کې د باچا خان د مبارزې ذکر هم راغلی چې څنګه یې د پښتنو د خپلواکۍ، حقوقو او د پاکستان خلاف خپلې مبارزې ته کار ویلی و، کله چې باچا خان مري ( جنورۍ شلمه ۱۹۸۸ ) نو را جیو ګاندي سویډن ته په سفر وي، په لاره کې خبریږي، خپله الوتکه را ګرځوي، او د پیښور هوایي ډګر کې کوزیږي، سل دقیقې له باچا خان سره تیروي، دعا کوي، فاتحه کې برخه اخلي، او پرته له دې چې له ضیا الحق یا د پاکستان له نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري، بیرته له پیښوره پرواز کوي.
په کتاب کې د میرانشاه له سیمې د امریکا د استخباراتي اډې په توګه د ګټې اخیستنې ذکر هم راغلی، چې د شوروي د څار او الوتکو تر برید لاندې نیولی کیږي، خو په دې وخت کې د شوروي یوه الوتکه را غورځولی کیږي، پیلوټ ( الکساندر روتسکوي) یې ژوندی نیولی کیږي، هغه بیا د امریکا له یو جاسوس سره تبادله کیږي، د چورلکي همدا پیلوټ بیا د یلتسین مرستیال ولسمشر کیږي او په شوروي کې ستر سیاستوال ترې جوړیږي.
د کتاب له لوستلو د افغان جهاد تر شا د پټو لوبو، معاملو مستند ذکر کیږي، د سولې د خبرو د ناکامۍ بحثونه، د ضیالحق د دښمنۍ او د افغانانو د قربانیو په سر د پاکستان او امریکا تر منځ د معالمو پراخ معلومات را برسیره شوي، چې تر ډېره د روانو حالاتو سره اړخ لږوي، له دې کبله، که اوسني مشران دې حقایقو ته لار پیدا نه کړي، موږ یو ځل بیا د سیمې د سیاستونو او ټکر په پایله کې خپل هر څه له لاسه ورکولی شو.

درناوی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

فکر نکوم چی يو هندو هندوستانی دی د مسلمان افغان او پاکستانی په هکله حقيقت ووايی .

غوربندي
میلمه
غوربندي

ځلاند صاحب د دا ډول کتابونو مطالعه د مطالعې له پاره بده نه ده په دې شرط چې ليکوال يا ژباړن پکې جانبداره يا هدفمنده ترمينالوجي نه وي کارولې. زما له نظره د افغانانو سپېڅلي جهاد ته لويه لوبه ويل خيانت دی. په افغان جهاد کې پاکستاني وولس د اسلامي ورورولی او ګاونډيتوب په پار تر خپله وسه او په نسبي توګه خپل مسووليت ادا کړی،، له بري وروسته مرحله کې د جهادي مشرانو خودخواهی او قدرت طلبئ د سيمې او پاکستان خيرنو لاسوهنو ته لاره هواره کړه او د قربانيو د ثمرې پر ځاي په لوبه کې ګير پاته… نور لوستل »

عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

دهرچاپه نظر سیاست یوګمان اوتصوردۍ په حقیقت داسی خبره ده روس دتزار له وخته افغانستان دخپل ملک ۱۴ صوبه بالۍ اول دکمونسټانوکودتایی حکومت قوت نه درلوچه ددونه لږکیو۰،۰۱٪ په واسطه افغانستاپخپله سلطه کی وساتی دبلی خواترکۍ هم یو بیسواده لادینه کافرملحدوودروسیی له هده ناخبره ووغوښتل یی روسیه مفت دده حکومت پرافغانستان مسلط وساتی ضیاءالحق شهیدیوسوچه مسلمان وودده مسلمانی هم دکمونسټ بټووژل څرګندوی هغه وخت چه داوودخان له بوټوسره کتلی وو صاحب جان خان ماته وویل بوټوملحدکمونسټ ووجنرال ضیا‌ءالحق قومندان دګارډیی یوسپیڅلۍ مسلمان وو،دافغانستان جهادتنهاداسلامی افکاروپیداواروودضیاءالحق شهید په ملګرۍ ضیاءالحق شهیدپه دی پوهیدۍ چه دافغانستان قبضه دروس په واسطه ترافغانستانه نه… نور لوستل »