افغانستان

طالبان: مذاکرات مثبت وو، له څو ورځنۍ وقفې وروسته بیا پيلېږي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې یې له زلمي خلیلزاد او ورسره امریکايي ټیم سره روان مذاکرات تر دې دمه مثبت وو او دواړو لورو پرېکړه کړې، چې له څو ورځنۍ وقفې وروسته به یې پیا پیلوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر لیکلي «نن مازدیګر د محتر م ملا برادر اخند تر مشرۍ لاندې د مذاکراتي ټيم څو تنو اعضاوو د خلیلزاد ترمشرۍ لاندی د امریکې دمذاکراتي ټيم له یوشمیر اعضاوو سره وکتل. د خبرو فضا ښه او مثبته وه او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د څو ورځو له وقفې او مشورو وروسته به خپلو خبروته دوام ورکړي.»

د طالبانو او امریکا مذاکرات، چې نهه پړاوونه يې په بر کې ونیول، په تېره سپتمبر میاشت کې د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري لغوه اعلان شول؛ خو څو ورځې وړاندې یو ځل بیا درېدلې لړۍ پیل شوه او دواړه لوري یوه توافق ته د رسېدو په هیله د خبرو مېز ته کېناستل.

داسې تمې شته، چې دا دور مذاکرات به پرېکنده او دواړو لورو ته له لاسته راړونو ډک وي او بالاخره به په یوه توافق ورتم شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د کلکو دروازو شاته پټ مذاکرات د طالب او کافرو در منځ به څه نتیجه ورکړی. کچیری د سولی په نوم کوم جوړ جاړی هم کیږی هغه به د پاکستان لخوا په وسیله د طالبانو له امریکایانو سره وی چی په هیڅ صورت به سبب د پرمختګ، او سولی ونشی. جنګونه به نور هم زیات شی او یو وار بیا به شمالی ټلواله په نوم د مقاومت خپله جبهه جوړه کړی البته دا ځلی د ایران په مستقیمه همکاری او د شمالی ګاونډیو په کمک چی په نتیجه کی به دا وطن پنځوس کاله نور هم شاته ولاړ شی. پاکستان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close