زابل کې نفوذي عسکر خپل اووه همسنګري وژلي
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې یوه پولیس خپل اووه همسنګري وژلي او ټولې وسلې او مهمات یې طالبانو ته وروړي.
د زابل ولایت یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «سلام وطندار» ته ویلي، چې تېره شپه په شهر صفا ولسوالۍ کې یوه نفوذي عسکر د خپلې پوستې اووه همسنګري په ډزو وژلي او د پوستې ټولې وسلې او مهمات یې طالبانو ته وروړي.
د زابل ولایت امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو که څه هم د نفوذي عسکر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د یادې ډلې ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «تیره شپه د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ اړوند سنګر مانده سیمه کې د مزدورو عسکرو پوسته فتحه شوه. ۷ تنه عسکر ووژل شول، یو رینجر، یو لوکسل موټر له منځه لاړل، ۱۵ میله سپکه او درنه وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.»
#الفتح:
تیره شپه د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ اړوند سنګر مانده سیمه کې د مزدورو عسکرو پوسته فتحه شوه.
۷ تنه عسکر ووژل شول، یو رینجر، یو لوکسل موټر له منځه لاړل، ۱۵ میله سپکه او درنه وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی.
احمدي— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 12, 2019
یاده دې وي، طالبان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ګڼ شمېر نفوذي کسان لري، چې وخت ناوخته د عسکرو په منځ کې بریدونه سرته رسوي او هغوی ته مرګ ژوبله وراړوي.
داسی غیر اسلامی او غیر انسانی عمل بیا نو د یوه نفر بیحده بی غیرتی او نامردی ښیی. یو چا سره جمع وکړه، ورسره پر یوه دسترخوان ډوډی وخوره او بیا یی ووژنه نوم پری کشږده د جهاد. نفوذی لږ شرم له خدای رسول وکړی دومره ناځوانی په ولاکه وحشی حیوانات هم چا سره وکړی.
هغه نامرده بيغيرته او بي نا… چه په امدي وطن کي له يو ي افغاني مور زيږدلي خپل دين، وطن او خپلي مور سره د يهودو او نصارا د ګټو لپاره غداري کوي دسي خلګ بايد چي لکه يو وحشي حيوان مردار کړي، چه لکه تا غوندي خلکو ته د حبرت درس شي او نور پرديو ته له ځانه ځناور جوړ نکړي او ورته لکي ونه ښوراوي