ورزش

په بنګلديش غوره ليګ کې د رحمن الله ګربز برق رفتار توپ وهنه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲، ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د بنګلديش په غوره ليګ (BPL) سياليو کې ځوان افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز د خپلې سيال لوبډلې پر وړاندې وځليد او چټکه پنځوسيزه يې ووهله.

رحمن الله ګربز چې د بنګلديش په تجارتي سياليو کې په لومړي وار د کولنا ټايګرز لوبډلې لخوا لوبيږي په خپله لومړۍ سيالي کې د نړيوالو پام ځانته راوړوه او هر اړخيز شاټونه يې ووهل.

۱۸ کلن ګربز په ياده سيالي کې په ۱۸ توپونو پنځوسيزه ووهله، خو په ورپسې توپ يې ويکټه له لاسه ورکړه، نوموړي ۵ شپږيزې او ۴ څلوريزې هم ووهلې.

د ګربز لوبډلې په ۱۴م اور کې بريا خپله کړه او ټاکلی ۱۴۵ منډې هدف يې د دوه ويکټو په سوزېدلو بشپړ کړ.

له دې وړاندې حضرت الله ځاځي هم په يادو سياليو کې د خپلې سيال لوبډلې پر وړاندې نيمه سليزه جوړه کړه، نوموړي پر شاهد افريدي دوه شپږيزې هم ووهلې.

د يادونې وړ ده چې د بنګلديش هوره ليګ سيالۍ د ديسمبر مياشتې په ۱۱مه نېټه پېل شوي چې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم په کې لوبيږي.

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close