افغانستان

خلیلزاد ته د طالبانو غبرګون: د قطر خبرې د بګرام برید له امله نه دي درول شوي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د زلمي خلیلزاد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې له طالبانو سره يې د سولې خبرې د بګرام برید له امله د لنډې مودې لپاره ځنډولي دي.

زلمي خلیلزاد تېره شپه په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، له طالبانو سره د ناستې پر مهال يې د بګرام پر شوي برید ناخوښي او غوسه څرګنده کړې او له همدې امله يې روانې خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډولي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، دغه خبرې د دوی په غوښتنه له خپلو مشرانو سره د سلامشورو لپاره د لنډې مودې لپاره درول شوي دي.

د ښاغلي شاهين په وينا دا خبرې د د بګرام برید له امله نه دي درول شوي، خو زياته کړې يې ده، چې په دغو خبرو کې د بګرام د برید يادونه شوې ده.

هغه وايي: «امريکايي پلاوي د بګرام يادونه وکړه، خو په مقابل کې يې موږ د ړندو بمباريو، شپنيزو چاپو او بې پيلوټه بریدونو يادونه وکړه، چې قربانيان يې ملکي وګړي دي.»

د طالبانو د سياسي دفتر وياند زياته کړې، چې په خبرو کې وقفه د دوی په غوښتنه رامنځته شوې، تر څو له خپلو مشرانو لازم هدايات ترلاسه کړي.

د تېرې چهار شنبې په سهار طالبانو د بګرام پر امريکايي پوځي اډې له موټربم وروسته ډله ييز برید وکړ، چې نږې څوارلس ساعته يې دوام وکړ.

طالبانو ويلي، په دغو بریدونو کې يې لسګونو بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځينو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې کيدای شي د بګرام برید له امله يو ځل بيا دا خبرې وځنډول شي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دغه برید د غندلو سربېره ويلي و، چې د سولې خبرې به روانې وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د کافرو د عملیاتو قربانیان هم ملکی وګړی او د طالبانو د عملیاتو قربانیان هم ملکی وګړی دی. الله د دوی دواړه ورک کړی چی ولس تری آرامه شی. ووایی آمین.

جميل

ټرمپ خو د يوه عسکر غم نيولی و
دا واری خو لس تنه فدايان ورغلی وه
ټرمپه ! که دی بيا منفی او نا معقوله ټويټ کړی و بيا به پنځوس کسه فدايان پر بګرام درسی بيا ګوره ستا د چرګوړو تماشا .
ژر موافقتنامه لاسليکوه ، فدايانو ډير انتظار کړيدی عملياتو ته يی تلوار دی .

عبدالله

ددی ترمپ لعین کافر او ظالم په یوه تویت ستاسو رهبران په قطر کی نظر بنده شول، وروسته مو کله روسی کله چین او کله به … ته زغاستل او زاری به مو کولی چی خبری بیا شروع شی. ملت مو ساری او اوس مو شه پیژنی چی تاسو معامله گر سوک یاست. هم دولت او هم تاسو گوداگیان یاست. استثنا په دوارو ‌کی سته.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close