نړۍ

اسلام اباد: زلمي خلیلزاد د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره ليدلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په لسم پړاو کې د لنډې وقفې پر مهال افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خليلزاد اسلام اباد ته تللی او هلته يې د دغه هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره ليدلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، زلمي خلیلزاد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان سولې او ثبات په اړه هم غږېدلی دی.

د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» هم ليکلي، چې د امريکا ځانګړي استازي د پوځ له سر لښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان سولې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی په قطر کې له طالبانو سره د لسم پړاو مذاکراتو کې د لنډې وقفې پر مهال اسلام اباد ته تللی دی.

زلمي خلیلزاد له شاوخوا درې مياشتو ځنډ وروسته له طالبانو سره لسم پړاو مذاکرات پيل کړي او تېره شپه يې په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې بګرام کې د شوي برید په اړه يې له طالبانو سره د ناستې پر مهال خپل ناخوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې دغه خبرې يې د لنډې مودې لپاره ځنډولي، تر څو طالبان پر دې مهمه موضوع له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي.

خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهیل شاهين ويلي، دغه خبرې د دوی په غوښتنه د لنډې مودې لپاره ځنډول شوي، تر څو له خپلو مشرانو لازم هدايات ترلاسه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د افغانستان سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،اوس خلیلزاد د سوله اصلی رواستونکی پیدا کړل
کابل دولت او طالیبان هسی د شطرنج مهری دی،
خبره د امریکا او پاکستان په لاس کی ده.

مجاهد

امریکا روغه جوړه باندی نه وځی ، مجاهدین باید تسلیم او د امریکا یونیفورم په غاړه ، د امریکا ټوپک په لاس او په امریکایی کارتوسو خپل مظولم ولسونه سنګسار او استثمار کړی دغی ته خلیلزادد ( ګود شیطان ) او ترمپ ( دجال) د طالبانو ( افغانانو ) سره روغه جوړه ګڼی. حیرانوونکی ده، د مذاکراتو به اوږدو کی دی امریکا او د هغوی غلامان ړندی او وحشی بمباری او شبنیز عملیات کوی د خلکو دروازی دی ماتوی میرمنی دی بی عفته ، نارینه یی وژنه یا له ځانو سره بندیوانوه او کورونه یی په کندوالو بدلوه او طالبان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close