
غزني کې د ماین چاودنې لس ولسي وګړي وژلي
نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړلس
تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د غزني ولایت د والي ویاند «محمد عارف نوري» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پېښه نن ورځ «جمعه» غرمه مهال د جغتو ولسوالۍ اړوند «دره قیاق» نومي سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې له بامیان څخه د غزني مرکز ته روان له سورلیو ډک موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شو.
د نوري په قول، په چاودنه کې د څلورو مېرمنو او یوه ماشوم په ګډون لس تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.
دا مین به حتمآ حکومتی عسکرو امریکایانو ته شخ کړی وی نو ځکه د طالبانو په ساحه پر خلکو وچود.