میدان ورګ: چاودنې اووه دولتي عسکر وژلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د خښ کړل شوي ماین چاودنې اووه دولتي عسکر وژلي.

د کابل حکومت د دفاع وزارت وایي، چاودنه د سیداباد ولسوالۍ اړوند «بیدکه» نومي سیمه کې د خصوصي سکتور په هغه امنیتي پرسونل باندې شوې، چې له میدان ښار څخه د پمپ لوله په لور روان وو.

د دفاع وزارت په خبره، په پېښه کې اووه تنه وژل شوي، چې د نظم عامه ځواکونو په تشکیل پورې اړه لري.

یاده دې وي، چې تر دې دمه طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د