افغانستان

عبدالله له خپلو پلويانو غوښتي، چې په اوو ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې ته اجازه ورکړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د ولسمشريزو ټاکنو معترض نوماند عبدالله عبدالله له خپلو پلويانو غوښتي، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون دفترونو بيا پرانيستو ته اجازه ورکړي تر څو د دغو ولايتونو رايې بيا له سره وشمېرل شي.

د رایو بيا شمېرنې بهير له يوې مياشت مخکې پيل شوی، خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د رايو له بيا شمېرلو سره مخالف ښودلی او ټينګار کوي، چې درې سوه زره غیر بايو ميټرک رايې دې باطلې اعلان شي.

د عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو معترضو نوماندانو په وينا دغه درې سوه زره رايې غیر بايوميټرک دي او د اشرف غني په پلوۍ کارول شوي دي.

خو نوموړي تېره شپه ناوخته په کابل کې د ثبات او همپالنې ټيم د مشرتابه سره ګډ خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال له خپلو پلويانو وغوښتل، چې نن له يکشنبې وروسته په اوو ولايتونو کې د ټاکنو خپلواک کميسيون دفترونو ته د پرانيستو او د رايو بيا شمېرنې اجازه ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د عبدالله عبدالله پلويانو په بدخشان، تخار، جوزجان، پنجشېر، بغلان، سرپل او فارياب کې د ټاکنو کميسيون دفترونه د اعتراض په توګه تړلي او د رايو بيا شمېرنې مخنیوی يې کړی دی.

څو ورځې وړاندې د ټاکنو کميسيون له معترضو نوماندانو غوښتي وو، چې تړل شوو دفترونو ته د کار اجازه ورکړي او که د رايو بيا شمېرنې اجازه ورنه کړل شي، دوی به د ۲۵ ولايتونو د رايو پر اساس د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close