دلته په جنګ کې د امریکا ګټه ده.!!

لیکوال: خالد ځدراڼ

ځینې کسان وایي چې جنګ کې د امریکا ګټه ده، طالب دې جنګ بس کړي امریکا به خپله پښې سپکې کړي.

هو! بلکل دا زه درسره منم، دلته جنګ امریکې د خپلې ګټې په خاطر شروع کړی.

یو طرف غواړي چې د خپلو وسلو خریداران زیات کړي او بل طرف کوشش کوي چې د غلامۍ له ژونده باغي افغان د ځان تابع او د دنیا دې ډېرو لوړو طاقت لروونکو هېوادونو په څېر یې د ځان غلام (چمچه) کړي چې هر سهار د سپینې ماڼۍ هاډوکي ته لم وواهي.

خو ګوره! که د امریکایي یرغل لومړی کلونو ته وګورو هلته وطن کې جنګ ورک شو، هر څوک په کورونو کېناستل، څوک د دوبۍ یا سعودیه مسافر شول، همدغو اشغال راوړو، باچوڼو بغارې شروع کړې چې طالب دې زندان ته واچول شي او یا د مړ شي.

د طالب په کورونو چاپې شروع شوې، کورنه یې د بمبارونو ښکار شول، تردې چې د کورنی عام غړي یې هم په بمونو ورته کینول او په سپیو وداړل شول.

دا خو عقل هم نه مني چې یو څوک دې په یو انسان دومره ظلم کوي هغه دې ورته په خړو، خړو سترګو ګوري د ځان پوښتنه دې نه کوي.

طالب مجبوره شوی، طالب همدې بلواکي نظام په لوی لاس خپه کړی او په زور یې د ځان په مقابل کې په سنګر کې درولی دی.

دا هم منم چې ولس طالبي نظام کې اصلاحات راوستل غوښتل؛ خو د نظام ړنګول یې په ذهن کې هم نه و، طالب د امن پرښته وه، طالب لنډغر، کابل ړنګوونکي او ایجینټان ټول بې ټوپکه کړل.

طالب د همدې ملت له غېږې د ظلم په خلاف راپاڅیدلی پاڅون و، طالب د بوډۍ مور چغه او د پېغلې د سر شال و؛ خو دومره خوار نه وو چې نړۍ دې ورته د مرګ یا زندان ګواښ وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

دی کی شک نشته جی امریکا پر کورونو چاپی ووهلی خلک مجبور شول چی طالبان شی او خپل د حقوقو او نوامیسو دفاع وکری، اصلی خبره داده چی د طالب پروژه خپله د امریکی طرح او پلان وو چی د پاکستان په کومک تطبیق شو، بیا چی کله اشغال ته بهانه جوره شوه نو شغالګر راغلل نو د چاپو او ظلمونو په وهلو یی خلک مجبور کرل تر سو جنګ وکری تر سو اوبه خری کری او ماهی پکشی ونیسی. د امریکی د طالب پروژه هلته د امریکی د کنتروله ووته چی پاکستان طالبان پر روس او چین وپلورل همدی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

ستا ### له کومه ځايه پيليژي.

ته ودرېګه طالبان کرام له يرغلګرو وزګار شي ستا ### او نالښت به په خپله کښېني.