د غزني نقشه

غزني: قره باغ کې د څلور قومندانو په ګډون ۲۵ اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي کسانو په اربکيانو بريد کړی دی او د څلورو اربکي قومندانانو په ګډون يې ۲۵ اربکیان وژلي دي.

د قره باغ ولسوال غلام حبيب ځيرک رسنيو ته ويلي دي چې دا پيښه تيره شپه د قره باغ ولسوالۍ د

ولیګو او مهروردار د کلیو ترمنځ نوده سيمه کې د اربکيانو په قراره ګاه کې رامنځته شوه.

ځيرک وويل چې دا بريد د طالبانو د اوو تنو نفوذي بريد ګرو له لوري رامنځته شوی دی او يادو کسانو په دغه قرارګاه کې داربکيانو په ليکو کې دنده درلوده.

په دې بريد کې د معصوم، کمال، عمرخان او بارو په نامه د اربکيانو څلور قومندانان هم وژل شوي دي.

د قره باغ ولسوال ويلي دي چې له بريد ورورسته نفوذي کسانو د قرارګاه ټول پوځي تجهيزات هم له ځان سره وړي دي.

د غزني امنيه قومندان خالد وردګ هم پيښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې د پيښې په اړه څېړنې روانې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم بريد تاييد کړی دی او ويلي يې دي چې د قره باغ ولسوالۍ په وليګو سيمه کې يې د اربکيانو په قراره ګاه بريد کړی دی او ۳۲ تنه اربکیان يې وژلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د