ولي مذاکراتي توقف؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د طالبانو او امریکايي استازیو ترمنځ تر دری میاشتنې ځنډ وروسته پیل شوي مذاکرات بیا وځنډیدل.

د مذاکراتي بهیر توقف که اسباب او لاملونه یې هرڅه وي ، د مذاکراتو موثریت کموي او پر پایلو یې د خلګو باور له منځه وړي.

په تیره چې بیا کله دا عوامل ناموجه وي په هغه صورت کې بیا ټول د ټولې مذاکراتي پروسي ماهیت تر پوښتنې لاندې راولې.

مذاکرات لکه چې له لغوي او اصطلاحي مفهوم څخه یې څرګندیږي د دوو لورو ترمنځ خبرو  او سیاسي تفاهم ته ویل کیږي ، چې طرفین یې باید ټول هغه څه چې د دې بهیر له تسهیل او تسریع سره مرسته کولای شي په مساویانه ډول رعایت کړي.

یعني کله چې د دوو متنازعو لوریو ترمنځ مذاکراتي پروسه پيلیږي بیا خبره د طرفینو په تخنیکي ځواک او قوت باندې نه ؛ بلکې مذاکراتي اصولو ته د جانبینو لخوا پر انقیاد او تسلیمي باندې وي.

که په مذاکراتي بهیر کې دخیل لوري له مذاکراتي اصولو پرته ځانته د حقداري او استحقاق تقاضا لري او یا هم مقابل لوری پر خپلو منلو مجبور وي دې ته اصلا مذاکرات نه ، بلکې د مذاکراتو په نوم سیاسي بدمعاشي وايي.

د طالبانو او امریکایانو د مذاکراتي توقف لامل د مذاکراتو په جریان کې د طالبانو لخوا د امریکايي اهدافو په نښه کول ښودل کیږي چې هغه معمولا د هغو امریکايي بریدونو په غبرګون کې ترسره کیږي چې هره ورځ د امریکايي هوايي او ځمکنیو قواوو لخوا د افغانستان په کلیو او بانډو کې تر سره کیږي.

خو دا چې دا بریدونه د رسنیو له پوښښ نه ډیر لیري په کلیوالو سیمو کې وي نو کوم رسنیز انعکاس نه لري او نه ورباندې امریکايي جانب پړ بلل کیږي.

خو د طالبانو بریدونه چې معمولا د نشراتي پوښښ سیمو ته نیږدي پر امریکايي اهدافو متمرکز وي هغو ته هم خپله امریکایان او هم هلته شته رسنۍ پراخ خبري انعکاس ورکوي چې دا کار بیا امریکايي لوری د خپل ځان کسر شان بولي او له امله یې د مذاکراتي بهیر توقف ته پلمې لټوي.

که د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکراتي بهیر ته د دواړو لوریو د مجبوریت له دیدګاه نه وکتل شي نو ایجاب کیږي چې دواړه لوري یې د تسریع او بریالیتوب لپاره د مذاکراتي مقرراتو پر رعایت ترکیز وکړي نه پر یو بل ملزمولو او یا یو بل فشار راوستلو سره.

د افغانستان غوندې په روانو حساسو حالاتو کې چې له پوځي زور آزمايي نیولې تر ناندریزو ټاکنو هر څه پکې تجربه او ټول د ناکامي په درشل دریدلي د افغان ولس او نړیوالې ټولنې یواځینۍ هیله په جدي او موثرو مذاکراتو پوري تړلې چې باید د مذاکراتي بهیر طرفین یې د متقابل مساعدت په فضاء کې تر سره کړي، تعلل او پلمه لټول له دې پرته چې دواړو لوریو ته زیان وکړي ، ګټه هیڅ ورته نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د مذاکراتو توقف عوامل،
۱-د طالیبانو سیاسی ناپوهی،
۲-د طالیبانو له خوا بی ځایه تاوتریخوالی.
۳-طالیبان په جګړه بارو لرل،چه د جنګ په زور کولی شی ،کابل ته ڼنوځی،حالانکه ۱۸ کالو کی یی هیڅ کوم ولایت د یوی هفتی لپاره هم ونه نیو،
۴-خلاصه دا چه دجګړی شروع کونکی پاکستان او امریکا وه.او ختم کونکی یی هم پاکستان او امریکا دی،
که چیری کوم ګوډاکی د امر اطاعت نه کوه ،نو هغه سر غړونکی له خپلو بادارانو امریکا او پاکستان څخه له منځه وړ کیږی.

اجمل
میلمه
اجمل

پښتین ته: بالکل دی حقیقت وویل.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مذاکرات د هغو متقابلو او متخاصمو ډلو، څواکوو قومو او یا هیوادو تر من موثریت لری چه تر منځ یی تصادفی ستونزی رامنځته شوی او بیا لوی شوی او لوی شوی یو بل ملامتوی مګر کله چه یو بل ته مخامخ کینی او بیا مومی چه دا ستونزی شیطانی اړخونو او لا غیر مترقبه رامنځته قناعت کوی او یو بل ته د جنګ تاوان او بخښنی او داسی نور وړاندی کوی . له بده مرغه استعماری قوتونه په مطلوبو مستعمرو د ننوتلو د پاره بهانی او پلمی جوړوی لکه امریکایانو چه د سپتمبر لویه فاجعه پلان، جوړه او به بهانه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

امريکا او غلامان دی پدی ښه سر خلاص کړی چی :
د الله تعالی په پيرزوينی سره به افغان مجاهد ولس سست نسی او نه به هم د بيری احساس وکړی او د کلک ايمان په درلودلو سره به تل تر تله بريالی وی انشاءالله .

اجمل
میلمه
اجمل

جمیل ته: ګوړه ګوړه یاده وه خوله بدی خوګه وی. امارت یو خپل امتحان ورکړ. د تاریخ یوه توره صفحه وه، قحطی، بیوزلی، جهل، خلاصه یوه توره تیاره وه چی پدی وطن خپروه وه. غواړی بیا هماغسی حکومت راسی چی د یوه تلیفون کولو لپاره به مو پاکستان ته منډی وهلی؟ فکر کوی چی له امریکی سره به سوله وکړی بیا نو حکومت په څو ورځو کی ړنک کړی لکه د مجاهدینو. افغانستان هغه پخوانی افغانستان ندی اوس درې نیم لکه منظم اردو لری. په دا اتلسو کلو کی مو کوم ولایت د پښتین خبره تر یوی هفتی پوری فتح… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

د بیانزي صیب لیکنه تا ئیدومه او واقعت یې لیکلي دي خو د پښتین خبرې خوشې د فاسد رژيم خلق ، پرچم افغان ملتیانو با بو لالې دي ! د غني نوکر رژیم له منځه د نړېدو په حال دی اشغالګر امریکیان هم نور دا مات شوی دشیشې ګلاس نشي تر میمه ولی او اخر به یې په کثافت کې واچوي او لاس به ترې واخلي !! اشغالګر دا فکر کوي چې په دغو مسخرو به طالبان او مسلمانان ستړي شي او بیرغ به ټيټ کړي خو دوی دا هیره ګړې ده چې مسلمانانو له دوی سره ۲۵۰ کاله متواتر… نور لوستل »