د پنځلس دقیقو تګ کولو «۱۵» په زړه پورې ګټې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د پلي مزل کولو ګټې یوازې د وزن کمولو پورې منحصرې نه دي بلکې ددې څخه ورهاخوا تګ کول د انسان مزاج ښه کوي، خپګان یا سټریس کموي او دغه راز تخلیقي حرکت رامنځته کوي.

دلته یوازې د پنځلس دقیقو مزل کولو ۱۵ په زړه پورې ګټې وړاندې کوو چې په روغتیا کې مو مرسته کولی شي:

د خوښۍ احساس

طبي پوهان د یوې څیړنې له مخې وایي، پلي مزل کول په ځانګړي ډول چې له کوره بهر وي د مزاج په ښه کولو کې مرسته کوي، په دغه څیړنه کې شاملو کسانو چې په اوونۍ کې یې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ دقیقو پورې مزل یا بل حرکت کونکی فعالیت ترسره کړی د نورو په پرتله لوړه کچه انرژي، احساساتي روغتیا او غوره ټولنیز ژوند لرونکي وو.

تخلیقي وړتیا

پلي ګرځېدل وګړو کې تخلیقي ظرفیت لوړوي، د یوې روغتیایي څیړنې له مخې چې د امریکا په ستانفورد پوهنتون کې ترسره شوې ویل شوي چې تګ کول د انسان تخلیقي ظرفیت ۶۰سلنه لوړوي.

د ساه لنډۍ ستونزې

طبي پوهان ټينګار کوي که چیرې تاسې د ورزش له کبله د ساه لنډۍ ستونزو سره مخ کیږئ هم یې مه پریږدئ، ددې لپاره په مناسبو شرایطو (ګرم چاپیریال) کې مناسب تمرین ترسره کړئ.

د میټابولیزم زیاتوالی

میټابولیزم د انسان په بدن کې غذا په ګټه بدلوي، دغه راز میټابولیزم چې د وینې لوړ فشار، کولیسترول او د وینې لوړ شکر او د ملا په شاوخوا غوړ کې مرسته کوي، په غیر فعال ژوند کولو خورا ناوړه اغیز هم لري. په یوه روغتیایي څیړنه کې ویل شوي چې یوازې د ورځې یو ساعت تګ کول د میټابولیزم خطر ۲۹سلنه کمولی شي.

اوږد ژوند

طبي څیړنې ښيي چې پيدل مزل کول په اوږد ژوند کولو کې مرسته کوي، څيړنه زیاتوي چې چټک مزل کول د انسان عمر د هغو په پرتله چې سوکه مزل کوي زیاتوي.

مالي خوندیتوب

دغې خبرې ته طبي پوهان له دې اړخه ګوري چې د فزیکي تمرین لپاره وګړي پر بېلا بېلو څيزونو لکه بوټان، جمنازیم ته تګ، سپورتي جامې او داسې نور څيزونه) پلورلو مکلف وي، خو پلي مزل کول وګړي هیڅ ډول مالي زیان ته نه اړ کوي، آن د پلي تګ لپاره بوټان اخیستل هم اختیاري دي، خو ګټې یې له هر څه ډیرې دي. یاده خبره د امریکا د زړه ایسوسي ایشن په ژورنال کې د یوې څيړنې له مخې خپره شوې.

ښه خوب

روغتیایي څيړنې په عام ډول ۸ ساعته خوب د روغتیا لپاره اړین بولي، تاسې کولای شئ د تګ په واسطه مو خوب غوره کړئ او د شپې په اوږدو کې ۸ ساعته ارام خوب وکړئ، کوم مو چې له ګڼ شمېر ستونزو ژغورلای شي.

ارامه ژوند

موږ ټول په یوه نه یوه ډول د رواني فشار په حالت کې ژوند کوو، کوم چې زمونږ په رواني او فزیکي روغتیا منفي اغیز کوي، مګر پلي ګرځېدل مو له دغې ستونزې ژغورلای شي، د رواني او فزیکي روغتیایي ستونزو له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره لار تګ کول دي.

د ځینو راپورونو پر اساس ممکن د ۱۰ دقیقو تګ کول د ۴۵ دقیقو تمرین کولو په څیر اغیز ولري، کوم چې د فشار او خپګان په کمولو کې مرسته کوي، تګ مو له بدن څخه د کورتیسول هرمون څخه ژغوري، دا د فشار هرمون دی چې د انسان د همیشه خپګان او ذهني فشار لامل کیږي.

ذهني روغتیا ته وده ورکوي

تګ کول د نورو ګټو سربېره پر ذهني روغتیا هم مثبت اغیز کوي، د مکسیکو پوهنتون هایلاندز څیړونکو کشف کړې چې د پيدل مزل کولو پرمهال د پښو تلي د شریانونو له لارې پر فشار اغیز کوي، کوم چې دماغو ته د وینې جریان زیاتوي.

ددې سربېره تګ دماغ د ادراکي ناروغیو د خطر څخه ژغوري، لکه د الزایمر (هیریدو) ناروغي او د ډیمنشیا ناروغیو نور ډولونه.

طبیعي درد ته راحت ورکوي

که څه هم تګ د اوږد درد درملنې وړتیا نه لري خو تر یوې اندازې د بدن ځينو دردونو لکه د ملا بیخ او داسې نورو په ښه کولو کې مرسته کوي.

هډوکي پیاوړي کوي

روغتیایي څیړنو کشف کړې هغه کسان چې پیاوړي هډوکي لري د هډوکو ماتېدو، فریکچر او معلولیت څخه ژغورل کیږی، د قوي او سالمو هډوکو لپاره غوره لار پیدل مزل کول دي، د امریکا د هډوکو روغتیا اتحادیې راپور وایي چې شپږ میاشتې په پرلپسې ډول تګ کولو سره د هډوکو پياوړتیا کې مثبتې پایلې موندل شوي، په ځانګړي ډول د ورونو هډوکي.

د نظر حفاظت

روغتیایي څيړونکو موندلې هغه وګړي چې په منظم ډول تمرین کوي د سترګو روغتیا یې د نورو په پرتله غوره وي.

له کورنۍ او خپلوانو سره ښه وخت تیرول

یوازې پلي تګ کولای شي ستاسې د ټولو اندیښنو ځواب ووايي، مګر تګ کول ممکن تاسې د بریښنایي توکو څخه لرې او د کورنۍ او خپلوانو سره د ناستې او خبرو اترو عالي فرصت درکړي.

وزن کمول

پلي مزل کول کالوریز له منځه وړي، دغه راز مو د ذهن د روغتیا په اړه له زیاتو اندیښنو او تمرکز اړوي، پيدل مزل کول د منډې په څېر په بندونو زیات بوج نه راولي.

وړیا معجزتي درملنه

په عام ډول تمرین کول او په ځانګړي ډول پلي ګرځېدل د اوږدمهاله ناروغیو د مخنیوي لکه د زړه، دماغي سکته، شکر او د سرطان ځینې ډولونو ته په کتلو، د «معجزاتي درملو» په څير پيژندل کیږي.

که څه هم په پورتنیو خبرو کې یو ډول مبالغه ښکاري خو بیا هم د درملو په څېر پيدل مزل کول منفي اغیزې نه لري، سربېره پر دې مزل کول یو له اسانه درملنو څخه دی ځکه چې اغیزمنه ده، ارزانه ده او روغتیایي نسخې ته اړتیا نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د