ټاکنو کميسيون: تر راتلونکو څو ورځو لومړنۍ پایلې اعلانوو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي، سبا يکشنبه به په اوو پاتې ولايتونو کې د رايو شمېرنې بهير له سره پيليږي او د دغه بهير تر بشپړېدو د روانې اونۍ تر پایه به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کميسيون يوه کمشنر اورنګزيب نن ناوخته په کابل کې رسنيو ته وويل، په ۲۷ ولايتونو کې د رايو بیا شمېرنې بهير بشپړ شوی،  سر له سبا به د بهرنيو او کورنيو څارونکو په شتون کې د پاتې اوو ولايتونو رايو شمېرنه هم پيليږي او ښايي د روانې اونۍ تر پايه به د ولسمشريزيو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ولسمشريزو ټاکنو معترض نوماند عبدالله عبدالله پلويانو له تېرې يوې مياشتې راهيسې د شمال په اوو ولايتونو «بدخشان، بغلان، سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار او پنجشېر»کې د ټاکنو کميسيون دفترونه تړلي وو او د رايو بيا شمېرنې مخالفت يې کاو، خو عبدالله عبدالله تېره ورځ په کابل کې د خپل ټاکنيز ټيم له مشرتابه سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال پر خپلو پلويانو غږ وکړ، چې د ټاکنو کميسيون دفترونو د پرانيستو او د رايو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د