د واحد فقیري سیاسي نوټونه

افغانستان د امریکايي امپراتورۍ هدېره

لیکوال: يريک مارګوليس
ژباړن: واحد فقيري

لیکوال: د امریکا د یو پخواني عسکر په توګه،‌ زه د افغانانو شهامت ته دو دسته سلامي کوم. د جهان د بهادرو بهادرانو ته سلامي کوم!

د افغانستان د چارو مشهور امریکايي محقق او لیکوال، یریک مارګولیس، د ډسمبر پر ۱۴ لیکي پدې هفته کي د امریکا معتبر اخبار واشنګټن پوسټ ۲۰۰۰ صفحه ایزه بمونه د واشنګټن پر درواغجنو او دغلبازو چارواکو باندي ور ایله کړل.

محترم لیکوال کاږي په ۲۰۰۱ کي د افغانستان د اشغال په جریان کي زه هلته وم. هله د استکباري او متکبري امریکا جهالت او وحشت د یوه ستر درنده نظامي قوت تر شا پټ وو. ما هله هم دا باور لاره چي پر افغانستان باندي حمله د سپټمبر د یوولسمي د حملو په انتقام کي کېدله. امریکا ادعا کوله چي د اسامه بن لادن ترورسټي کمپونه په افغانستان کي دي. دا ګرده درواغ او فریب ول. ځکه د سپټمبر د یوولسمي حملې په افغانستان کي نه وې پلان سوي.

ښاغلی مارګولیس لیکي طالبان ترورسټان نه ول. هغوی په سپکو وسلو سمبال قبایلي جنګیالي ول چي د امریکا په ملاتړ د افغان غلو، قاچاقبرانو، او د افغان کمونسټي استخباراتو پر ضد جنګېدل.

د امریکا په زور د کابل نصب سوی رژيم د سي اې ې (سیا) څو تر وخت تېره جاسوسان، وحشي جنګسالاران، د مخدره موادو څو مشهور قاچاقبران، او څو بګېل کمونسټان دي. امریکا پدې څو کالو کي د جنایتکارو او مزدورو وارلاډانو د استخدام لپاره په میلیارډونو ډالر ولګول. په افغانستان کي د جنګي جنایاتو او جرایمو تر ټولو ستر مجرمین د متحده ایالاتو کلک او پاخه یاران دي.

کله چي طالبان حاکم ول، هغوی د مخدره موادو کر او تجارت ۹۰ ٪ راکم کړی وو. خو کله چي امریکا په کابل کي خپل ګوډاګی او مزدور رژیم نصب کړ، د مخدره مواو کر کیله آسمان ته وختله. د امریکا فوج او د هغوی افغان غلامان د مخدره موادو په قاچاق کي تر غوږو پوري ډوب دي. نن سبا، د امریکا اشغال سوی افغانستان د جهان د مخدره موادو اول لمبر مرکز دی.

لیکوال لیکي ما غوندي ژورنالسټان چي د افغانستان په باره کي یې حقیقت وایه، هغوی یا برطرفه سول او یا سترګي پر پټي سوې. زه (سي این این) تیلویزیون پسي واخیستلم. ځکه ما ویل چي امریکا په افغانستان کي ناکامه ده. زما سره ځینو تیلویزیونو او راډیو ګانو مصاحبې بندي کړې، ځکه ما ویل چي داعش د امریکا،‌فرانسې، برتانیې، او اسرایلو خلقت دی. پر ما باندي د «راډیکال» ټاپه ووهل سوه، ځکه ما حقیقت وایه.

ما همدا خبري، چي نن ورځ يې واشنګټن پوسټ نشروي، کولې. ما ویل چي امریکا د یوه غریب، بې دفاع، وروسته پاتي ولس پر خلاف خپل وحشي نظامي طاقت ور مارش کړی دی. ما ویل چي واشنګټن د افغانانو پر ضد یو تمام عیار ناروا جنګ روان کړیدی.

البته، دا هم باید هېر نه کړو چي واشنګټن پوسټ د عراق د ناروا جنګ په تشویق کي اساسي نقش لوبوی. اما نن ورځ واشنګټن پوسټ غواړي چي د تېرو ګناهونو تلافي وکړي،‌او توبه وباسي. او د خپلو تېرو ګناهونوو د جبران لپاره یې د افغانستان اسنادو خپاره کړل.

ښاغلی مارګولیس لیکي نن سبا امریکا په افغانستان کي قتل عام او تخریب شروع کړی دی. د امریکا جنګي طیارې، په محبسونو کی د امریکا شکنجې، قحطي، او د ملکيانو تمام عیار وژنه ورانه ده. امریکا کلي تخریبوي، اهلي حیوانات وژني، او کیمیاوي وسلې او زهر ښندي.

د امریکا بي ۵۲ جنګي طیارې د افغانانو کلي، ودونه،‌او جنازې بمباروي. د افغانانو په وژلو کي شورویان هم بې رحمه ول،‌ خو موږ تر هغوی زیات بې رحمه او چالاک یو.

امریکايي میډیا، البته پرته له څو محدودو استثنااتو څخه، د افغان ولس پر ضد د امریکا او پنتګان روان د بې رحمانه جنګ ډول ته څوڼي غورځوي. او مدام هڅه کوي چي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو وحشت، بربریت، او ښکرورو درواغو ته پرتوګ ور وګنډي. د افغان جنګ په یوه داسي جنګي ماشین باندي بدل سویدی چي امریکايي سیاستوال او قراردیان پمپوي. د امریکا هغو پخوانيو جمهورریسانو- بوش او اوباما- چي د یوه غریب، بې دفاع، او بې پناه افغان ولس پر ضد يې دا وحشیانه جنګ په لاره اچولی دی، باید وشرمېږي او خجالت وباسي.

په عین زمان کي، موږ باید د هغو بهادرو پښتنو جنګیالیو د شهامت په اړه څه سوچ او فکر وکړو چي د ۱۸ کالو په جریان کي يې د جهان یو ستر جنګي ماشین جام درولی دی. هغوی د تاریخ دا حماسه فقط د کلاشنکوف په زور ایجاده کړېده. موږ باید له ګردو افغانانو څخه عفوه وغواړو، او وران وطن یې بېرته ورجوړ کړو.

د امریکا د یو پخواني عسکر په توګه،‌ زه د افغانانو شهامت ته دو دسته سلامي کوم. د جهان د بهادرو بهادرانو ته سلامي کوم.

واحد فقیري

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

فقیری صاحب ، ډیره مننه الله ج دی تل راته ژوندی لره، شکلی لیکنی او ژباړنی لیکی ډیری موثری او ګټوری دی ستاینه یی کوم، تولو رشتینو سیاست پوهو دنده او مسولیت دی چه ققیر صاحب او نورو په شان حقایقو هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه کړی او قلمی جهاد کی ونده ولری زه یی یو خل بیا مننه او زړه له کومی ستاینه کوم دا سمه ده چه مونږ به تر بل هر جا مسلمانانو ته کریدت او شاباسی ورکوو چه څه یی لیکلی ، څه ښه یی ویلی، څه ښه یی لیکلی او څه ښه یی ترسره… نور لوستل »

احمد

د پاک الله رحم او کرم ده د فخر او ویار خبره ده په داسی میرنی او بهادرو مومنانو روح د شهیدانو دی شاد وی دکوندو یتمانو او مظلومو افغانانو د سوی زره آه ده دموز پاکو شهیدانو ستاسو روح او روان ته سلام دجنت په په نعمتونو مو سر شه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close