
خیرالله شينواری – د چارو کارپوه او د سولې فعال
مونږ چې په قطر کې له طالب مشرانو سره ناسته لرله نو شيخ دلاور صيب وويل چې کله اليس ويلز په لومړي ځل کابو دوه کاله وړاندې دلته د سولې د خبرو د پيل په موخه راغله نو مونږ ورته وويل چې ګورئ که مو په پاکستان کار کېږي، که مو په ايران کېږي، په چين کېږي، به سعودي عرب کېږي، په روسانو کېږي يا په کوم بل هيواد چې تاسو فکر کوئ په طالبانو به لازم نفوذ لري په هغه هيواد مو کار کيږي لاړ شئ اول هغه امتحان کړئ وې ګورئ چې څه ترلاسه کولای شئ کنه، ښه مو تسلي وکړئ بيا اخيره کې مونږ ته راشئ بيا به خبرې کوو، وايي دوی لاړل يو څو مياشتې وخت يې ووت او بيا ټرمپ مونږ سره د مذاکرې لپاره خليلزاد وټاکه او مستقيم مذاکرات شروع شول.
ځينې له قصد او عُقدې او ځينې له ناپوهۍ د سولې په مسله کې پاکستان مخ مخته کوي، له پاکستانه د سولې طمع لري او دا مقاومت د پاکستان لاسپوڅی ښيي چې دا ډيره احمقانه او غير قابل قبول ده، تاسو له امريکا ډير استخباراتي معلومات او منابع نلرئ، تر امريکا ډير امکانات اوتوانايي نلرئ، هغوی پاکستان لس، دولس کاله پخوا امتحان کړی چې نن پدې ټول شان او شوکت له يوې ډلې سره چې تر اوسه يې ترهګر بلل خبرو ته اماده شوې، دا له ډيره ناکامه او مجبوريته، بله چاره يې نه وه، کنه د ستراتيژي په کچه ددوی کوښښ دا وه چې طالبان دومره د پاکستان غېږې ته ټېل وهي چې يو وخت بيا وغواړي مستقيما له پاکستان سره مشکل حل کړي خو پدې و نه توانېدل چې طالبان پدې کچه منزوي کړي.
لطفا په سوله کې داسې احمقانه او مغرضانه ذهنيت ته وده مه ورکوئ، پدې کې يواځينی تاوان همدا مونږ تاسو کوو، ځکه د جګړې د اور خوراک همدا مونږ تاسو يو، اقلا پخپل ځان زړه وخوږوئ او دښمن مه خوشحالوئ.
صاحيبه
مننه.ديره معقوله مشوره او ليكنه ده
جوړ تازه. خیرالله صاحب الله ج د روغ لره،د پښتو یو څو متلونه کیدای شی طالیبانو ته وی، وایی چه لمر په دوه ګوتو نه پټږی، اختر پټ میړه نه دی، خوسکی د په غوجل کی لوی شو،ته یی داړی چینګوی چه د څو الو دی، طالیبان پاکستان جوړ کړی،او تر اوسه حمایه ور څخه کوی،یو واری د مشرف انتیریو ته هم غوږ ونیسه چه وایی، خواره واره طالیبان می سره ټول کړل،او نیابتی جګړی ته می منظم کړل. بل دا چه.کویټه شورا،پښاور شورا ،کرمی شورا،حقانی نیت ورک. دا دجنګ خرڅ او خوراک له کومه راځی؟ دا دطالیب زخمیان چیرته… نور لوستل »
خیرالله ته،
ځان ته د چارو کارپوه وایی ،خو د دغه لیکنی څخه د داسی معلومیږی چه نه په چارو پوهیږی او نه په بل څه،
طالیبانو او د پاکستان میلشی ولس ته هیڅ کوم فرق نشته،
د دولت لوړ پوړ چارواکیو او امریکایانو ولس ته هیڅ فرق نشته.
ولس طالیب هم پیژنی او دولتی لوړ پوړی هم پیژنی،
هم طالیب او هم دولت په غلامی کی ډوب دی.خلاصیدل یی ډیر وخت نیسی
محترم شينواری صاحب ستاسو خبری سمی ، معقولی او رشتيا دی ، خو په چا يی منی ،( پيش کله خر ياسين خواندن ) ، هغه چی ازلی ګمراه وی هغه سمه ، معقوله او رشتيا نسی منلای ، د هغو خوښی فقط د شيطان لعين خوشحالی او د هغه د امرونو او مکرونو منل دی .
خو ټول پدی پوهيږی چی د سپی په خوله درياب نه مرداريږی .
راځی چه د لمړی ځل د پاره غنی او غمی یا کارمل او کرزی خوشاله کړو او هغه دا چه: پاکستان په سیمه کی د دوهم اسراییلو حیثیت او کیفیت لری مګر طالبان بیا د انګریزانو او نړیوال یهودی استعمار د نړیوال حکومت تاسیسولو د پروژی په ضد مالی او ځانی قربانی ورکوی پاکستان اولنی هیواد وو د مشرف په مشری چه د امریکایانو په مخ یی ټول هوایی ډګرونه خلاص کړی او د اشغالګرو ټول تګ راتګ د پاکستان له خوا کیدلو او کیږی دومره طالبان چه د پاکستان په زندانو کی په شهادت رسیدلی او زندانونه یی پری… نور لوستل »
مجاهده! زه مو شه دپیژنم، د تحریک هغه اول هم پیژنم او د نژدی یی پیژنم. تاسو په زان ناخبره حلقه بگوش غلامان یاست. تاسو کی چی د چا محض سر خلاص شی چی د پاکستان د پاره اتن کوی، پاکستان یی پر امریکا خرس کری او قتل یی کری، مثلا ملا اختر عثمانی، مولوی عبیدالله، ملا منصور او داسی نور هله قتل شول چی ددوی سرونه خلاص شول. دا صحیح چی یو تعداد طالب ارواکی شته چی د پاکستان خلاف دی خو دهغو وس کار نه کوی هغوی صلاحیت نه لری. هیله کوم خپله غلامی ومنی او خپل ظلمونو… نور لوستل »
که ستاسی فارمول سم وی عبدالله جانه ، نو بیا خو تاسی هم پوه شوی یاست ولی ژوندی ګرخی ؟
بیانزیه وروره، د مرگ نیته او وسیله دواره د خدای تعالی د لوری دی نو وخت به می نه وی پوره. اوس نو ته راته ووایه چی سنگه ژوندی یم ایا دی کی شک وینی؟
مجاهد ته: دا لومړی ځل دی چی ته له ما نه یو لایک وړې. خبری دی تاییده ومه.
پښتين او انجنير بختور ته
تاسو به د امريکايي اشغالګرو د تبيلغاتي ماشين دودګن سلنسر ته ناست څنګه وکولای شی رښتيا واوری او حقيقت ، رڼا او نور ووينی؟؟
تاسو ړانده ياستی، تاسو يې په څو ډالرو وطی کړي ياست
تاسو چارپايانو ته ورته ياست بلکه چارپايان په داسې خلکو خدای پاک ښه بللي دي.
هدايت مو نصيب شه کنه مړه شی تر څو سوله راشي
مونږټول دملت اتباع یوکه دامارت اسلامی پلویان دی اوکه دولت جمهوری اسلامی پلویان دی عام وکړی دمهدغودوه خواترتسلط لاندی خپل ورځنی ژوندکوی مظلوم ملت نه دتجاوزګروبی رحمه امریکایی جنګی سرتیرو ظلم اونه دامارت دخلکوهغه ځوانمرګی بریدونه زغملی شی چې ملکی بیوزله غریبکاره افغانان پکی شهیدانیږی داسی کسان چې دپردیوزپه اشاره په دی شهیدپروره هېوادافغانانوته طوطیی جوړوی اودهغوی ګټوته کارکوی ډیرمحدود افراد دی زما نظردادی چې صادق رښتنی مسلمان افغانان بایدنورداموضوعات پریږدی چی ته چاته کارکوی اوزه چاته کارکوم خپل منځ کورنی ستونزحل اویهوداوهامیان یی وشړو دابه بهتره وی
کارپوه صیب والله کی زه پوهیژمه چی ته درواغ وایی او که دی ۴۸ ملکونو استخبارات، ترمپ مکرراویلی چی پاکستان له موژ پیسی اخیستی او طالبانوته یی ورکړی. لکه چی ته هم په پوه یا ناپوه دپنجاب جال ته لویدلی یی. والله چی پنجاب نه وایی که طالب او غالب ۶ میاشتی هم ددولت په مقابل کی تاب راوړی وایی. دسوریه مخالفینو او داعش چی بهرنی پتنځایونه نه درلودل دبشار او عراق په مقابل کی تاب رانه وړاو ستاسپینی ضعیفی کوتری دناټوسره ډغری وهی. یاستاسو په کارپوهی که مشکل دی یا زموژ په تجربه کی.