ټکنالوژي

راتلونکي کال به په زرګونه مبایلونو کې واټس اپ کار پریږدي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د واټس اپ شرکت داخلي ذرایعو ویلي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې به په زړو سافټویر باندې چلیدونکي ګڼ شمېر مبایلونو کې د واټس اپ اسانتیا له منځه ولاړه شي، او تر ټولو لومړی به په ۳۱ دیسمبر په «وینډوز» مبایلونو کې واټس اپ کار پریږدي.

د واټس اپ د اعلامیې له مخې د ۲۰۱۹م کال فروري میاشتې څخه وروسته د واټس اپ لپاره د IOS ۹ او اندراید ۳.۰ نسخې لازمي وې، خو اوس واټس اپ دې اندازې ته رسیدلی چې ددې چلولو لپاره د IOS او اندراید تازه او نوې نسخې ته اړتیا لري، په کوم کې چې د اندراید ۴ یعنې (آیسکریم سینډویچ) نسخه شامله ده.

په دې توګه که تاسې سره د ایپل شرکت (ایفون ۵) څخه ښکته ماډل وي نو په دې کې به راتلونکی کال واټس اپ کاریال کار نه کوي، مګر د دیسمبر له ۳۱مې نیټې څخه به د میکروسافټ شرکت په وینډوز مبایلونو د واټس اپ خدمتونه له منځه ولاړ شي په کوم کې چې د لومیا مبایل سیریز هم شامل دی.

سربېره پر دې د HP «ایلیټ» ځیرک مبایل، Google «نیکسس ون»، Samsung «ایپک فوري» او د Motorola شرکت «دروید ایکس» مبایلونو کې هم د واټس اپ خدمتونه غیر فعاله شي.

د یادو بدلونونو یو لامل دا کیدلای شي چې واټس اپ اوس د فیسبوک ملکیت دی او دوی غواړي چې په دې کې نوي او تازه بدلونونه وړاندې کړي، او د فیسبوک او واټس اپ ترمنځ د همکارۍ اړیکې لا ټینګې کړي، له همدې لامله په څو میاشتو کې به ډیر مبایلونه واټس اپ ته لاسرسی ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x