په افغان کرېکټ کې د رامنځته شویو ستونزو په اړه د عزیز فضلي تازه څرګندونې – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کرېکټ کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ګڼ شمېر ستونزې رامنځته شوي چې له کبله یې د کرېکټ بورډ درې مشران او د لوبډلې څلور مشران بدل شول.

دغه ستونزې هغه مهال راڅرګندې شوې چې د کرېکټ بورډ پخواني مشر عزیز الله فضلي له نړیوال جام څخه دوه میاشتې وړاندې د لوبډلمشرۍ په ډګر کې اصغر افغان ګوښه او پرځای یې ګلبدین نائب وټاکه.

د کرېکټ بورډ پر دغه پریکړه نړیوالو مبصرینو او کرېکټ پوهانو منفي تبصرې وکړې او دا یې د افغانستان کرېکټ لپاره په هغه وخت کې مناسبه پریکړه ونه ګڼله، په دې لړ کې راشد خان او محمد نبي هم د پریکړې غندلو لپاره ټویټونه وکړل.

خو د طلوع نیوز سره د مرکې پرمهال عزیز الله فضلي وویل چې دا پریکړه یې د شخصي عقدو په بنا نه وه کړې، بلکې د لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړو غوښتل چې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې کړل شي.

د کرېکټ بورډ پخواني مشر په وینا د ځینې سیاسیونو په شمول اصغر افغان په کرېکټ کې د خپلې خوښې پریکړې کوي، په دې لړ کې یې ځینې تکړه او تجربه کار لوبغاړي هم ترڅنګ ولاړ دي.

نوموړي پر اصغر افغان تور پورې کړ چې د شخصي عقدو لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې کوي او په کرېکټ کې په زغرده خپلولي پالي، «مونږ غوښتل د خپلولۍ دغه نظام له منځه یوسو او هغه لوبغاړي چې وړتیا او استعداد لري په لوبډله کې شامل کړو تر څو د افغانستان کرېکټ راتلونکی روښانه وي».

فضلي زیاتوي چې کله یې بېلا بېلې پریکړې پېل کړې هغه مافیا چې ددغې لوبغاړو ترشا یې لاس درلود ددوی مخ ته ددوی کرېکټ له منځه تلو خبرې پېل کړې، هماغه شو چې د ولسمشر اشرف غني په وینا فضلي له دندې ګوښه او پرځای یې فرحان یوسفزی د کرېکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو.

د فرحان یوسفزي د راتګ سره سم ګلبدین نائب له لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای یې راشد خان د دریواړه فارمیټونو لوبډلمشر وټاکل شو، اوس له درې میاشتو تیریدو وروسته یو وار بیا د راشد خان پرځای اصغر افغان لوبډلمشر وټاکل شو.

د کرېکټ بورډ مشر په وینا د راشد خان ګوښه کېدو پریکړه یې ځکه وکړه چې راشد خان په بهرني لیګونو کې پر لوبو بوخت وي او نشي کولای لوبډلې ته وخت ورکړي، «اصغر افغان مو د مشر روزونکي په وینا لوبډلمشر کړ چې په دې ډګر کې کافي تجربه لري».

عزیز الله فضلي د یادې پریکړې په اړه وویل چې کرېکټ یو وار بیا د تیرې مافیا منګولو ته وغورځېد، په دې سره به افغان لوبډله کې یو وار بیا د ځوان لوبغاړو پرځای خپلولۍ پالل پېل شي چې دا د افغانستان کرېکټ لپاره بد زیری دی.

نوموړي د یاد کړکیچ د حل لپاره د کرېکټ مشر فرحان یوسفزي بدلیدل چې دده په وینا په کرېکټ پوهه نه لري وغوښتل، دغه راز یې لوبډلمشري یوه داسې لوبغاړي ته سپارل اړین وبلل چې هم تجربه، هم استعداد ولري او هم د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د کرېکټ بورډ پر دغه پریکړه ګلبدین نائب سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې به په لوبډله کې ونه لوبیږي، نوموړي هم د یادو ستونزو اصلي لامل اصغر افغان وښود.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د