روغتیا

د غرمې اوږدمهاله خوب د ځان وژونکي ناروغۍ ګواښ زیاتوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): روغتیا پوهان د یوه عام وګړي لپاره د ورځې او شپې په اوږدو کې د زیات نه زیات ۸ ساعتونو خوب سپارښتنه کوي، چې ۷:۳۰ یې د شپې او یوازې ۳۰ دقیقې د ورځې قیلوله وي.

نوې څيړنې وایي چې بالعکس که ځينې کسان د ورځې له دې زیات خوب کوي یا د شپې پرلپسې تر ۹ ساعتونو خوب کوي په دوی کې د ګوزڼ یا فالج ګواښ زیاتیږي.

دغه څیړنه چې د امریکا په یوه مشهور ژورنال کې خپره شوې ویل شوي، هغه کسان چې د ورځې له ۹۰ دقیقو زیات خوب یا قیلوله عادت وګرزوي په دوی کې د هغوی په پرتله چې له ۳۰ دقیقو کم خوب کوي د ګوزڼ خطر ۲۵سلنه زیاتیږي.

دغه راز که څوک د ورځې قیلوله نه کوي یا د ورځې خوب وخت یې له ۳۰ دقیقو څخه یو ساعت وي په دوی کې هم د ۳۰ دقیقو قیلوله کولو په څېر د فالج ګواښ نه زیاتیږي، خو باید وویل شي چې د غرمې خوب د انسان روغتیا لپاره اړین دی.

د چین ځينې څیړونکي د غرمې زیات خوب او د ګوزڼ ګواښ ترمنځ د اړیکو موندلو پرمهال ویلي چې ددې لپاره نورو څیړنو ته اړتیا لیدل کیږي، خو له پخوانیو څیړنو ثابته شوې چې د غرمې زیات خوب د کولیسترول کچه او د وزن زیاتوالي لامل کیږي، دغه داوړه د فالج خطر زیاتونکي عنصرونه دي.

چینایي څيړونکي زیاتوي چې د غرمې زیات خوب سست ژوند ته اشاره کوي، او دغه هم د فالج ګواښ زیاتېدلو لامل کیدلای شي.

په دې لړ کې پر ۳۱زره کسانو چې عمرونه یې تر ۶۲ کلنۍ وو ازموینه واخیستل شوه، هغه وګړي چې د ورځې له ۳۰ دقیقو زیات او یا د شپې له ۹ ساعتو زیات ویده کېدل، په دوی کې د فالج ګواښ ۲۳سلنه لوړ شوی و.

د فالج نور لوړونکي عنصرونو کې لوړ فشار، شکر او سګریټ یا بله نشه کول شامل دي، پورتنۍ څيړنه دغو پایلو ته په کتلو ترسره شوې ده.

طبي پوهانو دا هم ویلي چې د خوب کیفیت خرابېدلو سره د فالج ګواښ ۲۹سلنه لوړیږي.

لکه څرنګه چې دغه څيړنه په اوږد عمر لرونکو کسانو ترسره شوې دغه راز ویل کیږي چې ددې اطلاق په هغو کسانو چې ځوانان وي او یا یې پاخه عمر کې روغتیا ښه وي نه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x