افغانستان

اشرف غني: د اداري فساد پر وړاندې زموږ تګلاره بريالۍ ده

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني ويلي، د فساد پر ضد د ده له لوري جوړه شوې تګلاره بريالۍ ده او د پخوا په پرتله ډېرې لاسته راوړنې لري.

اشرف غني نن په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې دلته د اداري فساد پر خلاف هڅې روانې وې، خو لاسته راوړنې يې نه درلودې.

نوموړي زياته کړه، دوه کاله وړاندې د ده حکومت د اداري فساد پر ضد خپله تګلاره جوړه کړه، چې په وينا يې ډېره بريالۍ ده او ګڼې لاسته راوړنې لري.

اشرف غني په داسې حال کې د اداري فساد پر ضد د خپل حکومت کړنې له برياوو ډکې وبللې، چې څو ورځې وړاندې د هغه دوهم مرستيال سرور دانش يوې ناستې په وينا کې ومنله، چې د ګډ حکومت تېره پنځه کلنه دوره د اداري فساد پر وړاندې له ناکامۍ سره مخ وه.

ښاغلي دانش په کابل کې د فساد ضد نړيوالې ورځ نمانځغونډې ته د وينا پر مهال ويلي و، حکومت هڅه کړې، چې د فساد پر ضد بریا تر لاسه کړي، خو پایلو ته په کتو بايد ومنل شي، چې حکومت په دې اړه له ناکامۍ سره دی.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د شفافيت څارونکې ادارې «سیګار» او همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» هم ويلي، حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره هڅې کړي، خو په خپلو هڅو کې پاتې راغلی دی.

د څارونکو په وينا حکومت د کاغذ پر مخ د فساد ضد يادونه کوي، خو په عملي توګه داسې څه نه ښکاري، چې حکومت دې په خپله ادعا کې بريالی وي.

څارونکي بنسټونه وايي، حکومت يوازې د هغو فسادګرو پر خلاف دوسيې رسمي کوي، چې پراخ لاسونه نه لري او کمزوري وي او کوم فساد کوونکي، چې لوړپوړو چارواکو سره اړيکې لري او يا هم د کوم بانډ غړي وي، هېڅوک يې پر وړاندې د درېدو هڅه نه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

پخپله اشرف غني تر ټولو لوی او لومړۍ درجه فساد پېشه دی، د بيت المال له پيسو څخه يې، په تېره له (۹۱) کود څخه او په نورو مواردو کي يې په مليادونو افغانۍ او نور ډالر بډوهلي دي. په دې غلاکي د ماليې سرپرست د جوال خوله ورته نيولې وي. د هيواد په ارګ او نورو ځايونو کي يې فحشا اوج ته رسولې، داسي وزيران يې ټاکلي چي هم پخپله مفعولين دي او هم پر نورو غورځي. له خدايه دونه نه بېرېږي لکه له ټرامپ څخه، څو ورځي دمخه ټولو وليد چي ټرامپ زموږ په خپل هيواد کي د سپکاوي ډک چلند ورسره وکړ او بيا يې پوري واهه او د خپلو عسکرو په کتار کي يې ودراوه او ده هم د بېرېدلي پيشي غوندي هاخوا دې خوا ژړي ژړي کتل او کله کله به يې داړي هم پيخي کړې. په انتخاباتو کي يې فساد او درغلۍ رسوای عالم سوې. د حق ويونکو پوهانو ترور ته يې هم لاس اچولی دی. سوله داسي غواړي چي طالبان دموکراسي ور سره ومني بيا نو په حکومت کي څه ونډه ورکړي او…. هههه؟!
د غليم په ګوډاګيتوب کي يې شاه شجاع، ببرک او کرزی ټول ترشاکړه !

جميل

غنيګيه !
ستاسو تګلاره د اداری فساد پر وړاندی داسی بريالی ده چی د رولا خپلوان لا مليونران شول .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close