ورزش

سرچينه: عاطف مشعل د کرېکټ بورډ غړيتوب له دندې ګوښه کړل شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): راپورونه وايي چې د افغانستان کرېکټ بورډ غړی عاطف مشعل له دندې ګوښه کړل شو.

ويل کيږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ يوې باوري سرچينې رسنيو ته وويل چې ولسمشر اشرف غني عاطف مشعل د افغانستان کرېکټ بورډ له غړيتوب څخه لرې کړى دى.

سرچينه زياتوي، چې ډېر ژر به د هغه پر ځاى بل کس وټاکل شي.

عاطف مشعل چې پخوا د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئيس و، اوسمهال په پاکستان کې د افغانستان لوى سفير دى او د کرېکټ ادارې د بورډ غړيتوب يې هم لره.

د ملي لوبډلې او د کرېکټ ځينې چارواکي پر عاطف مشعل تور پورې کوي چې د کرېکټ روان بحران او مافيايي کړۍ تر شا لاس لري او د ستونزو يوازينی لامل يې بولي.

د کرېکټ چارواکي او يو شمېر لوبغاړي دا نظر هم لري چې روانې ستونزې په کرېکټ کې د سياسيون لخوا ګوتې وهل دي.

بايد وويل شي چې د افغانستان کرېکټ بورډ څو ورځې وړاندې د راشد خان پرځای يو وار بيا اصغر افغان لوبډلمشر کړ چې دغه پريکړه پر ټولنيزو رسنيو وغندل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x