شعـــــرونه

ماوپيژنه! بسم الله حيدري

مولوي بسم الله حيدري

زه در پيژندلى پردي پالو چې پردى يمه
وه ولسه ستاپه غيږ کې لوى افغان زلمى يمه

غرب چه کوم تصوير درته پيش کړى هغه زمانه دى
زه دمينې ګل يم تاته چاويل چه اغزى يمه

مادې له خاپوړو نه وطنه خوند اخيستى دى
زه ستا دحجرې هغه ماشوم طالب ګکى يمه

خيرکه ناخوالو له هيواده مهاجر کړمه
نه يم بدل شوى زه همغه پخوانى يمه

ستادسراومال ناموس تضمين لره به ژمن يمه
زه به په دغه ژمنه يم ولاړ څو چه ژوندى يمه

نه به دې اشغال نه تجزيې ته چاته ورکړمه
زه په زادۍ پايم دستا ازاد بچى يمه

زه داروپا درڼاګانو ساتندوى نه يم
زه ستا دجونګړو محافظ يم ميړنى يمه

اې حيدري جانه مايي مينې ته څه ورنکړل
دين او خاوره دواړه پالم زه يي ننګيالى يمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دال مو ورک شه سره مو له پنجابه، د ## کاش چی تاسو وطن پیژندلی بیا به ولی د پنجاب په غیږ کی پراته او خپله (مور) یا هیواد به مو وراناوه! دلاکانو !

غمی.پښتین

جوړ تازه،
مولوی حیدری ته،
ستاسو په اجازه،د ستاسو شعرونو سره زه هم یو څو شعرونه زمزمه کوم.
اصلی طالیب تړی تر ملا د دین کتابونه،
کوی له بم باروت ځا ن وژنی نفرتونه،
په لارو کوڅو کی نه کری اغزی نه بمونه،
جوماتونو کی کوی د ښه او بدو نصیحتونه،
نه ناوی کونډی کوی نه ځان ته ورکوی چاودنه،
پنځه وخت لمانځی کی سوله لپاره کوی سوالونه،
ولس ته معلوم دی د پنجاب او واشنتګتن غلامان،
په جنګ کی یی روزق څښی د ملت وینی ظالیمان،
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،غمی،پښتین.سټی کنډو.پکتیا ګردیز،،،،،،،،،،،،،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close