جان بس: نړيواله ټولنه افغانستان کې د فساد خلاف پر مبارزې بې باوره شوې

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امريکا سفير جان بس د ګډ حکومت د مشر اشرف غني هغه څرګندونې رد کړي، چې خپل حکومت د فساد ضد مبارزه کې بریالی بولي.

اشرف غني نن په کابل کې د فساد ضد په مناسبته جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ادعا وکړه، چې حکومت يې د اداري فساد پر خلاف مبارزه کې لاسته راوړنې لري او په ورته وخت کې يې منلې، چې لا هم د فساد پر وړاندې ستونزې شته، چې بايد له منځه ولاړې شي.

د امريکا سفير وويل، په افغانستان کې اداري فساد له منځه نه دی تللی او نړيواله ټولنه د فساد پر خلاف د حکومت پر مبارزه بې باوره دی.

جان بس وويل، نړيواله ټولنه او مرستندويه هېوادونه په دې باور دي، چې افغانستان کې د دوی مرستې ضايع کېږي او د ګوتو په شمار خلکو جېبونو ته رسيږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولي دفتر «يوناما» هم څه موده وړاندې له حکومته غوښتي وو، چې د اداري فساد پر خلاف مبارزه کې جدي شي او په دې اړه شته قوانين عملي کړي.

د يوناما مشر تداميچو يماموتو ويلي، د کابل ادارې د فساد په مخنیوي کې لازم ګامونه نه دي اخيستي او غوښتنه يې کړې، چې حکومت بايد له قانونه سرغړوونکي مجازات کړي او د اداري فساد مخه ونيسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا فساد افغانستان ته همدی امريکی او نړيوالو اشغالګرو راوست ، امريکا او نړيوال يی پر خپل ځان بی باوره سويدی .