نولس کلن مذاکرات: د امریکا د غرور او د افغانانو د ترور شپې (لومړۍ برخه)

مفتي محمد عیسی نبیل

هر جنګ پای لري او هغه پای یې  سوله ده. کامیاب او بریالی طرف هغه دی چې په سوله کې بریالی شي.

په افغانستان کې د سولې خبرې او دې برخه کې د نړیوالو هلې ځلې تر بل هر وخت په چټکۍ سره  روانې دي. په دې لړ کې په جنګ، یا سیاسې ډګر کې د ښکیلو ټولو اړخونو یو له بل سره لیده کاته شوي دي.

له روان وضعیته داسې ښکاري چې په دې وروستیو هڅو کې هم د نړیوالو زبرځواکونو ته خپلې موخې او ګټې تر هر څه مهمې دي.

طالبان چې تر دې دمه وسله وال مخالفان بلل کېدل خو اوس د یوه سیاسي قوت  بڼه خپلوي او دطالبانو دغه سیاسي قوت اوس تر بل هر څه پدې ورستیو کې په لویو کانفرانسونو، سفرونو او مذاکراتو کې تر بل هر وخت ښه څرګند شو.

د نولس کلن مذاکراتو مزل ته لنډه کتنه

۹/۱۱: د امریکا د غرور او د افغانانو د ترور شپې
امریکا د ۱۱ سپتمبر پېښه نېغ په نېغه افغانستان ته ودروله او د دې سترې پېښي ماسټر ماینډ یې بې له کوم دلیله اسامه بن لادن وباله. امریکا له افغانستان څخه وغوښتل چې اسامه موږ ته وسپاري، او یواځې دا نه بلکې موږ ته به اجازه راکوې چې په افغانستان کې د القاعدې ضد عملیات وکړو.

د ناین الېون پیښې په اړه د طالبانو غبرګون: طالبانو په یوه اعلامیه کې د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې امریکا باید په داسې حالاتو کې له پوره زغم او دقت څخه کار واخلي. له دې سره طالبانو ملګرو ملتونو او اسلامي کانفرانس ته وویل چې د پېښې په اړه دې پوره پلټنه وشي او په ناحقه دې پر بې ګناه خلګو تورونه اوبې ځایه ځورونو مخه ونیول شي.

که مو د رابرټ ګرېنر کتاب (۸۸ ورځي تر کندهاره) کتلی وي، هغه لیکي: طالبانو سره موږ څو ځله له امریکایي چارواکو سره پټ لیده کاته وشول او طالبانو ورته  ویلي ول چې که د خبرو له لارې موضوع حل شي؛ دا به ستاسو او زموږ دواړو په ګټه وي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد له بي بي سي سره په یوه مرکه کې په ډېر تائید سره وویل: امریکا د دې په اړه هیڅ اسناد نشي ښودلای چې ګنې دا حمله دې د اسامه بن لادن ملګرو کړې وي.

د طالبانو د ډېر اصرار باوجود چې موضوع باید د خبرو له لارې حل شي، جورج بوش په ډېر کبر او غرور سره خبرې لغوه کړې او رسنیو ته یې وویل: که طالبان موږ ته اسامه په لاس راکړي هم، موږ پر افغانستان حمله کوو.

همغهو چې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت یې ونړاوه، او یو لوی صلیبي جنګ یې پیل کړ چې دادی تر نن ورځې پورې روان دی او برخلیک یې لاتر اوسه ندی مالوم.

۲۰۰۳-۲۰۰۷

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي ادارې ته ځينې قومي مشران او لیکونه لېږل شوي وو چې طالبان نور پرېږدئ چې خپل عادي ژوند وکړي. ځېنو طالب مشرانو زیاته کړې وه چې (موږ په لوی لاس د پاکستان خاوري ته مه مجبوروئ!) حامد کرزي د امريکا په مشوره دغو قومي مشرانو ته ويلي و: طالبان په نړۍ کې د ژوند کولو هيڅ حق نه لري او بايد له نړۍ څخه يې نوم او نښان ورک شي.

په دا وخت کې له دې منطق پرته (چې طالبان باید له بېخه اوله بنیاده و ایستل شي) بل هیڅ منطق نه و.

۲۰۰۹

کله  چې طالبانو بیرته پاڅون وکړ چریکي اوتعرضي بریدونه یې پيل کړل او بیرته د یو منظم قوت په څېر راپورته شول، امریکا یو بل پلان ونیو. هغه دا چې د سولې لاره غوره کړي او یو شوم هدف یې  دا و چې د طالبانو په لیکو کې اختلاف راولي.

په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد یو ځل بیا له واشنګټن او کابل ادارې سره د خبرو امادګي وښودله. طالبانو په لومړي ځل له جرمنیانو سره د سیاسي دفتر خبره وکړه، او یو وار بیا له امریکایانو سره د ناستې موافقه وشوه او قطر د منځکړي هېواد په حیث وټاکل شو.

۲۰۱۰

په ۲۰۱۰ کال کې له امریکایانو سره مخامخ خبرې وشوې:

د طیب اغا له خولې، هغه وایې: په هغه وخت کې مونږ د خبرو پروسه په ۲ برخو ویشلې وه. لومړۍ: د اعتماد سازي مرحله وه ځکه چې د اعتماد عدم وجود د ډېر لیري والي عامل دی او ….

دوهمه: د مذاکراتو مرحله، چی په هغه کې زمونږ لخوا موافقه شوی وه چې د کابل ادارې استازي به هم پکې شاملیږې او د خارجي عسکرو د وتلو په شمول به په ټولو اړوندو موضوعاتو خبرې کیږي.

د کابل ادارې دمذاکراتو په اړه جدي عکس العمل وښود، مشر یې “حامد کرزي” د دفتر خلاصیدل وغندل او د تړل کیدو هڅه یې هم تر وروستي بریده وکړه، همدا رنګه یې دوحې ته د بندیانو د انتقال مخه هم په کلکه ونیوله او د اعتراض په ډول یې له دوحې څخه خپل سفیر کابل ته وروغوښت.

۲۰۱۳

له طالبانو سره په ۲۰۱۳م کال کې چې کله امریکا غوښتل مذاکرات وکړي نو یې رسمي دفتر خلاص کړ او د قطر له دولت سره دا توافق وشو چې د دفتر دروازه به د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه وي.

امریکا ولې دې د خبرو مېز ته راغله؟

لومړی: چې دطالبانو کې خپل منځي اختلافات جوړ کړې ځینې یې دجګړې خواته او ځيني بیا دسولې طرفته ولاړ شي.

او بل   په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې امریکا ته له اقتصادي او ځاني پلوه تر بل هر کال درانه تلفات  واوښتل نو ځکه يې د سولې لار غوره وبلله .

۲۰۱۴

د طالبانو او امریکایانو تر منځ په لومړيو مذاکراتو کې یوه مهمه موضوع د هغه لوپوړو طالب چارواکو د تبادلې پر سر وه چې په ګوانتنامو کې بندیان وو، دغه موضوع کابو درې کاله روانه وه.

طالبانو غوښتل  چې د امریکایي عسکر (بو برګډال)چې په ۲۰۰۹ کال کې طالبانو نیولی وو، ورسره تبادله کړي.

که څه هم امریکایانو  ځان دورې دورې کړ خو اخر هم طالب په داسې حیثیت ورباندې ومنل چې د جانبینو د مذاکراتو ټول جریان یې د هغوی تر خلاصون پورې مربوط کړ.

دا هغه لوپوړي سیاسي مشران وو چې طالبانو ته یې دملا دتیر حیثیت درلود او دطالبانو لوی او واړه ټول ورته معتقد دي.

په دې وخت کې د کابل ادارې یو ځل بیا هر څه په لغته ووهل، د طالبانو سپین بیرغ او هغه لوحه چې ( د افغانستان اسلامي امارت ) پرې لیکل شوی وو په سختو ټکو وغندل او دا یې د کابل ادارې پر مخ څپېړه وبلله.

ادامه لري…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د