
کورنيو چارو وزارت: نظام الدين قیصاري د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو
نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): حکومتي ځانګړو عسکرو په مزار شريف ښار کې د فارياب پر پخواني قومندان ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي او د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نوموړی د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونیول شو.
د بلخ ولايت امنيه قومندان محمد اجمل فایض ویلي، نظام الدين قیصاري له خپلو ۱۵۰ وسله والو سره له حکومتي عسکرو سره په نښه بوخت و، چې شېبه مخکې له خپلو څو وسله والو سره ژوندی ونيول شو.
Helicopter gunships striking Qaisari’s place in Mazar, where his militia has for nearly 15 hours battled Afghan security forces (there to arrest him again…after gov arrested him once last year, at risk of Maimana city burning down, then miraculously released him) @NajimRah https://t.co/K0CD6h7z1I pic.twitter.com/H8WuSOjk7X
— Mujib Mashal (@MujMash) December 15, 2019
د اجمل فایض په وينا امنيتي ځواکونو تېره شپه د قیصاري د نيولو لپاره عمليات روان کړي او په دغو عملياتو کې پوځي چورلکې هم برخه لري.
سيمه ييز خبريالان وايي، له تېرې شپې راهيسې د نظام الدين قیصاري پر کور عمليات روان دي، د هغه کور د پوليسو له لوري کلابند دی، خو تر اوسه نه ده روښانه، چې په دې نښته کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه.
د قومندان قیصاري کور د مزار شريف ښار په پنځمه ناحيه کې دی، د سيمې اوسېدونکي او دوکاندان وايي، د دغو عملياتو پر مهال يې دوکانونو او کورونو ته زيان اوښتی او مالونه يې هم ورک شوي دي.
د سيمې خلک شکايت کوي، چې د عملياتو له امله يې په کور کې ښځې او ماشومان ترهيدلي او نه پوهيږي، چې سيمه کې څه روان دي.
تېر کال هم حکومتي عسکرو د فارياب قیصار ولسوالۍ کې د قومندان قیصاري پر کور عمليات وکړل، په دغو عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو يو شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، نوموړی ونیول شو او له څو مياشتو زندان وروسته له حکومت سره د جوړجاړي په پایله کې خوشې شو او په په مزار شريف کې دېره شو.